نړيواله ورورولي دې د بشري حقونو احترام له په هند زور راوړي۔ مقبوضه کشمیر كښې د پېلټ ګنز ظالمانه توګه كارولو سره د ماشومانو او مېرمنو په شمول 2 سوه څخه زيات كسان د سترګو نظر څخه محرومه شوي۔ د بې ګناه كشميري اولس په حق كښې دې د بشري حقونو خلاف ورزۍ په سمدستي توګه بند كړې شي۔ پاکستان به د ظلم ښكار خپلو كشميري وروڼو اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ منطقه كښې امن او پرمختګ له دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د خوښې او هيلو ترمخه د كشمير ستونزې زر تر زره هوارې باوري كړې شي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسی د كشمير يووالي ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي نړيواله ورورولي دې د بشري حقونو احترام له په هند زور راوړي۔ مقبوضه کشمیر كښې د پېلټ ګنز ظالمانه توګه كارولو سره د ماشومانو او مېرمنو په شمول 2 سوه څخه زيات كسان د سترګو نظر څخه محرومه شوي۔ د بې ګناه كشميري اولس په حق كښې دې د بشري حقونو خلاف ورزۍ په سمدستي …

اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي نړيواله ورورولي دې د بشري حقونو احترام له په هند زور راوړي۔ مقبوضه کشمیر كښې د پېلټ ګنز ظالمانه توګه كارولو سره د ماشومانو او مېرمنو په شمول 2 سوه څخه زيات كسان د سترګو نظر څخه محرومه شوي۔ د بې ګناه كشميري اولس په حق كښې دې د بشري حقونو خلاف ورزۍ په سمدستي توګه بندې كړې شي۔ پاکستان به د ظلم ښكار خپلو كشميري وروڼو اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ منطقه كښې امن او پرمختګ له دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د خوښې او هيلو ترمخه د كشمير ستونزې زر تر زره هوارې باوري كړې شي۔ د كشمير يووالي ورځې په مهال خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د 7 لسيزو تېرېدو باوجود كشميرې اولس د خپلواكۍ حق څخه محروم دے۔ دا د هغه وعدې خلاف ورزي ده كوم چې د نړيوالې ورورولۍ لخوا د ملګرو ملتونو د سېكورټي كونسل د قراردادونو دلارې دوئي سره شوې وه۔ وزیراعظم ووئيل جولائی2016ء څخه د هندي ظلمونو په نتيجه كښې د سؤونو په شمېر كشميري شهيد او 2 زره څخه زيات ژوبل شوي دي۔ حريت لارښود د بې بنسټھ تورونو په بنياد تنګولې شي۔ ده ووئيل هند د بشري حقونو كمېشن هائي كمشنر او د ا و آئي سي د بشري حقونو كمېشن ډله د مقبوضه كشمير دورې كولو څخه منع كړې۔ وزیراعظم ووئيل دې څخه دا په ډاګه كېږي چې هند ډېر څخه پټوي۔ د هند لخوا كشمير كښې انسان د ډھال په توګه د كارولو مثال په ټوله نړۍ كښې موندلې نه شي او دا كار په بې ګناه كشميريانو د طاقت په وحشتي توګه د كارولو عكاسي كوي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان حکومت او اولس د كشمير ځپلي اولس اخلاقی، سفارتی او سیاسی ملاتړ روان ساتلو له د خپل عزم پخلې كوي۔ ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې هغه دې د بشري حقونو احترام كولو له په هند زور راوړي۔ مقبوضه كشمير كښې دې د بې ګناه وګړو په حق كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو ترمخه د كشمير ستونزې زر تر زره هوارې باوري كړي كوم چې د منطقې امن او پرمختګ له ډېر ضروري دې۔