د كرسټينا رونالډو په ګول كولو پرتګال كروشيا ته ماتې وركولو سره د ورلډ كپ پرې كوارټر فائنل ته ورسېد

ڼورنټو ۔3 جوږائي (اے پي پي)  د فټ بال د نړۍ نامتو  لوبغاړي  او د پرتګال كپتان كرسټينا رونالډو  په ښه لوبه كولو د پرتګال ډله د ورلډ كپ 2026 پرې كواټر فائنل ته  ورسېده۔ د شنهوا تر مخه پرتګال  په كاناډا كښې شوي د راونډ آف 32 په يوه زړه پورې مقابله  كښې  كروشيا ته د يو په مقابل كښې په دوو ګولونو ماتې وركړه ۔د پرتګال كپتان  كرسټينا …

ڼورنټو ۔3 جوږائي (اے پي پي)  د فټ بال د نړۍ نامتو  لوبغاړي  او د پرتګال كپتان كرسټينا رونالډو  په ښه لوبه كولو د پرتګال ډله د ورلډ كپ 2026 پرې كواټر فائنل ته  ورسېده۔ د شنهوا تر مخه پرتګال  په كاناډا كښې شوي د راونډ آف 32 په يوه زړه پورې مقابله  كښې  كروشيا ته د يو په مقابل كښې په دوو ګولونو ماتې وركړه ۔د پرتګال كپتان  كرسټينا رونالډو  او متبادل لوبغاړي كونسا لوراموس د   يو يو ګول په كولو خپلې ډلې ته بريا وركړه۔ دواړه ډلې پخپل خپل ګروپس كښې په دويم لمبر وې او د ورلډ كپ په تاريخ كښې دا د دوي وړومبے مېچ ؤ ٬  په مېدان كښې د 41 كلنه رونالډو  او د 40 كلنه لوكا موډرچ موجودګي دا ورلډ كپ د تاريخ وړومبۍ موقع وه چې  د 40 كالو نه زيات لوبغاړي  د يو بل خلاف لوبېدل۔ د مېچ په وړومبي هاف كښې د پرتګال فشار برقرار ؤ   او په څلورم منټ كښې ورته د ګول كولو موقع تر لاسه شوه خو د برونوفرنېنډس هڅو او د كروشيا ګول كيپر ډومينك ليوا كووچ  دغه ناكامه كړه۔دغسې  كروشيا په 53 منټه  كښې د ايوان پير لېسچ  د ګول كولو  له امله وړرمبے والے  تر لاسه كړو ٬  كروشيا  څه وخت پس بل ګول هم وكړو خو د آف سائيډ لا امله  تسليم نه كړے شو۔   د پرتګال كپتان هغه وخت مېچ يو برابر كړو كله چې ريناټوويګا باندې په ډي ايريا  كښې فاول وشو  او رونالډو  پنالټي   په كاميابۍ سره په ګول بدله كړه۔  دغسې د مېچ په وروستو  لمحو كښې ګونسالو راموس  د ښه هېډر د لارې ګول وكړو او پرتګال له يې فتح وركړه۔