د نامتو فوك سندر غاړي عالم لوهار 47 تلين (نن) نمانځلې كېږي

  فېصل آباد۔20 جولائي (اے پي پي)  د پاكستان نوموړي فوك سندر غاړي عالم لوهار  47 م تلين سبا د جمعې په ورځ په دريمه جولائي نمانځلې كېږي۔ عالم لوهار په 1928  كښې زېږېدلے  ؤ  او د چا تعلق چې د  پنجاب ګجرات ښار يو كلي آج كوچ سره ؤ ۔ هغه د 13 كالو په عمر  كښې خپل وړومبے  البم رېكارډ كړے ؤ  كوم چې د ځانګري انداز له …

 

فېصل آباد۔20 جولائي (اے پي پي)  د پاكستان نوموړي فوك سندر غاړي عالم لوهار  47 م تلين سبا د جمعې په ورځ په دريمه جولائي نمانځلې كېږي۔ عالم لوهار په 1928  كښې زېږېدلے  ؤ  او د چا تعلق چې د  پنجاب ګجرات ښار يو كلي آج كوچ سره ؤ ۔ هغه د 13 كالو په عمر  كښې خپل وړومبے  البم رېكارډ كړے ؤ  كوم چې د ځانګري انداز له امله اولس زيات خوښ كړے ؤ ۔دغې نه بس هغه بيا تهېټر جوړ كړو ۔  د هغه ډلې به په مېلو او مزارات پرفارم كولو  او د عالم لوهار نه بغېر يو وخت داسې راغلو جې تهېټر او مېلې نېمګرې  ګڼلې كېدې۔هغه به د سلطان باهو او ميا محمد بخش  كلام ډېر په خوند وئېلو  او د كليو خلقو مشرانو او كشرانو به ډېر اورېدل۔د هغه ډېرو سندرو  په هېواد او بهر هېوادونو كښې ډېر شهرت تر لاسه كړے ۔ د برطانيه  ملكه الزبته او د هند وزيراعظم پنډت جواهر لال نهرو   په خاص توګه   د هغه د پرفارمنس نه خوند اغستے۔ په 1979 كښې ورله  حكومت په غوره كاركردګۍ پرائېډ آف پرفارمنس اېوارډ وركړو او دغسې  په 3 جولائي كال 1979 په ملتان روډ  مازيګر په ټرافېكي پیښه كښې دا نامتو هنر مند په حق ورسېد۔

مزید خبریں