اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير برجېس طاهر وئيلي دي مونږ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د مقبوضه كشمير اولس د مړانه هڅو پرله پسې٬ كلك سياسي ٬ اخلاقي او د سفارتي ملاتړ پخلې كوؤ۔ نړيوالې ورورولۍ څو لسيزې وړاندې دوئي ته ددوئي د خپلواكۍ حق وركولو وعده كړې وه ولې هند كشميري اولس ته د دوئي بنيادي حق …
مونږ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د مقبوضه كشمير اولس د مړانه هڅو پرله پسې٬ كلك سياسي ٬ اخلاقي او د سفارتي ملاتړ پخلې كوؤ۔هند كشميري اولس ته د دوئي بنيادي حق وركولو له د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرادادونو نافذ كولو څخه پرله پسې انكار كوي۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو نافذ كولو د لارې د كشمير مسئله مفاهمت سره حل كېدې شي۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير برجېس طاهر د كشمير يو والي ورځې په مهال پېغام
اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير برجېس طاهر وئيلي دي مونږ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د مقبوضه كشمير اولس د مړانه هڅو پرله پسې٬ كلك سياسي ٬ اخلاقي او د سفارتي ملاتړ پخلې كوؤ۔ نړيوالې ورورولۍ څو لسيزې وړاندې دوئي ته ددوئي د خپلواكۍ حق وركولو وعده كړې وه ولې هند كشميري اولس ته د دوئي بنيادي حق وركولو له د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرادادونو نافذ كولو څخه پرله پسې انكار كوي۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو نافذ كولو د لارې د كشمير مسئله مفاهمت سره حل كېدې شي۔ د كشمير ورځې كومه چې نن د فرورۍ په 5 مه نېټه لمانځلې شي خپل پېغام كښې ده ووئيل د هند وحشي تشدد او د نړيوالې ورورولۍ يو لويې برخې بې حسۍ باوجود د مقبوضه كشمير اولس د بدترين هندي جارحيت په ضد د يو مثالي قوت او مړانې څرګندونه كړې۔ ده ووئيل د كشميري اولس د خوښې او هيلې ترمخه د كشمير مسئلې تر حل كېدو منطقه كښې امن په ځائې كېدل ممكن نه دي۔ پاكستان نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه هند ته خپلې ذمه وارۍ يادوي او په زور پرې راوړي چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو عمل كولو سره كشميري اولس سره كړې خپله وعده وپالي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د مقبوضه كشمير اولس د مړانه هڅو پرله پسې٬ كلك سياسي ٬ اخلاقي او د سفارتي ملاتړ پخلې كوؤ او دا په ډاګه كوؤ چې يوازې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو نافذ كېدو او مفاهمت سره د كشمير مسئله حل كېدې شي۔












