اسلام آباد ۔ 03 فروری (اے پی پی) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په دې اوسنيو ورځو كښې كابل كښې د ترسره شوې ترهګر بريدونو غندنه كړې او د دې بريدونو په ګډه د پلټنيو كولو پېشكش كولو سره ئې وئيلي پاكستان او افغانستان دې په يو بل د تورونو لګولو په ځائې يو بل سره كوټلې مرسته وكړي۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه د خالي په ورځ كابل كښې د …
پاكستان او افغانستان دې په يو بل د تورونو لګولو په ځائې يو بل سره كوټلې مرسته وكړي۔ تهمینه جنجوعه د خارجه سېكترې كابل كښې د پاكستان او افغانستان شريك وركنګ ګروپس غونډه كښې كابل كښې په اوسنيو ورځو كښې د ترسره شوې ترهګر بريدونو غندنه ٬ افغانستان ته د بمي بريدونو په اړه په ګډه د پلټنيو كولو پېشكش
اسلام آباد ۔ 03 فروری (اے پی پی) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په دې اوسنيو ورځو كښې كابل كښې د ترسره شوې ترهګر بريدونو غندنه كړې او د دې بريدونو په ګډه د پلټنيو كولو پېشكش كولو سره ئې وئيلي پاكستان او افغانستان دې په يو بل د تورونو لګولو په ځائې يو بل سره كوټلې مرسته وكړي۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه د خالي په ورځ كابل كښې د پاكستان او افغانستان شريك وركنګ ګروپس اولنۍ غونډې په مهال خارجه سېكتر كابل كښې د ترسره شوې ترهګر بريدونو غندنه وكړه او افغانستان ته ئې د دې چاؤدنو په ګډه د پلټنيو كولو پېشكش وكړو۔ خارجه سېكتره غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ دې ووئيل دواړه هېوادونه دې په يو بل د تورونو لګولو په ځائې يو بل سره كوټلې مرسته وكړي۔ دې په افغان حكومت زور راوړو چې هغه دې د پاكستان مخالف ترهګرو په ضد كاروائي وكړي۔ دې ووئيل د افغانستان لخوا بارډر منېجمنټ مستحكم كولو ته اړتيا ده۔ پاكستان 5 شريك وركنګ ګروپس تجويز كړي كوم چې د ترهګرۍ مخنيوي ٬ خفيه معلوماتو يو بل سره ګډولو ٬ پوځي ٬ معاشي ٬ تجارتي او راهداري رابطو ٬ د كډوالو بېرته ستنېدلو او رابطو له بشپړ اشتراك عمل پلو خاص پاملرنه كول باوري كوي۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل د پاكستان ټول عمري دا دريځ پاتې شوې چې افغانستان كښې امن او استحكام په ځائې كولو له كومه پوځي لاره نشته او د امن هم هغه عمل به افغانستان كښې د امن او سلامتيا ضامن وي كوم چې د افغانانو په مشرۍ كښې وي۔ دې ووئيل افغانستان كښې د څو لسيزو څخه روان تشدد سره به د افغان اولس او پاكستان كښې د افغان كډوالو په ستونزو كښې لا زياتوالې وشي او دوئي به خپل هېواد ته د تلو راه و نه موندلې شي۔












