ډيووس 25 جنوری (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې پاكستان د چين د مشرتابه د ون بېلټ ون روډ د اقدام د برخه جوړېدو درناوې ترلاسه كړے٬ د سي پېك په نتيجه كښې به يو شمېر هېوادونو ته د روزګا موقعو٬ صنعتي پرمختګ او د روابطو ښه كېدو په صورت كښې ګټې ورسي٬ په پاكستان كښې د جمهوريت مضبوطيا يوه مثبته او خوشبينه اشاره ده٬ بايد …
پاكستان د چين د مشرتابه د ون بېلټ ون روډ د اقدام د برخه جوړېدو درناوې ترلاسه كړے٬ د سي پېك په نتيجه كښې به يو شمېر هېوادونو ته د روزګا موقعو٬ صنعتي پرمختګ او د روابطو ښه كېدو په صورت كښې ګټې ورسي٬ په پاكستان كښې د جمهوريت مضبوطيا يوه مثبته او خوشبينه اشاره ده٬ بايد ټولې ادارې يو موټې كېدو او په لاس كښې لاس وركولو سره د هېواد پرمختګ او استحكام لپاره كار وكړي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د نړيوال اقتصادي فورم په موقع د پاتھـ ګروپ لخوا په ناشته د غونډې په موقع خبرې
ډيووس 25 جنوری (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې پاكستان د چين د مشرتابه د ون بېلټ ون روډ د اقدام د برخه جوړېدو درناوې ترلاسه كړے٬ د سي پېك په نتيجه كښې به يو شمېر هېوادونو ته د روزګا موقعو٬ صنعتي پرمختګ او د روابطو ښه كېدو په صورت كښې ګټې ورسي٬ په پاكستان كښې د جمهوريت مضبوطيا يوه مثبته او خوشبينه اشاره ده٬ بايد ټولې ادارې يو موټې كېدو او په لاس كښې لاس وركولو سره د هېواد پرمختګ او استحكام لپاره كار وكړي۔ ده دا خبرې د نړيوال اقتصادي فورم په موقع د پاتھـ ګروپ لخوا په ناشته د غونډې په موقع په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع پاكستاني تجاران٬ د مېډيا استازي او د يو شمېر هېوادونو څخه د پاكستان دوستان هم موجود وو۔ وزيراعظم د چينائي مشرتابه د ون بېلټ ون روډ اقدام د وژن ستائنه وكړه او وې وئيل چې مونږ د چين د مشرتابه د ون بېلټ ون روډ د اقدام د برخه جوړېدو اعزاز ترلاسه كړے٬ د سي پېك په نتيجه كښې به يو شمېر هېوادونو ته د روزګا موقعو٬ صنعتي پرمختګ او د روابطو ښه كېدو په صورت كښې ګټې ورسي۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې د جمهوريت مضبوطيا يوه مثبته او خوشبينه اشاره ده٬ بايد ټولې ادارې يو موټې كېدو او په لاس كښې لاس وركولو سره د هېواد پرمختګ او استحكام لپاره كار وكړي۔ وزيراعظم ووئيل چې په كال 2013م كښې د اقتدار سنبالولو نه پس د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د امن او امان٬ ترهګرې٬ د توان كمي او د ناقص معيشت پشان لويو چېلنجونو سره مخ و٬ د اوسني حكومت د سختې خوارې او عزم په سبب د امن او امان په صورتحال كښې ځانګړې بدلون راغل او په هېواد د سرمايه كارو اعتماد بحال كړے شو۔ وزيراعظم ووئيل چې په ډيووس كښې د ده يو شمېر نړيوالو بزنس مشرانو سره ملاقاتونه شوي دي او دوي په پاكستان كښې د سرمايه كارې او تجارتي هلو ځلو پراخا كولو خواهش څرګند كړے۔ وزيراعظم د ترهګرې په ضد د پاكستان د كاميابو او په دې مهال د قېمتي انساني ژوند او املاك په صورت كښې د پاكستان د قربانيو په تفصيل سره ذكر وكړو او وې وئيل چې د دې جنګ له امله د پاكستان معيشت هم ځپلې شوے دے۔ پاكستان د يوې اوږدې مودې نه د 30 لكو څخه د زياتو افغان كډوالو كوربتوت كوي٬ كوم چې د شمېر او كوربتوب د مودې په اړه په ټوله نړۍ كښې تر ټولو زيات دے۔ بايد نړيواله ټولنه د پاكستان د دې قربانيو اعتراف وكړي۔ د توان په څانګه كښې د پاكستان د كاميابو ذكر كولو سره ده ووئيل چې د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې پاكستان د خپلو ضرورياتو نه زيات ګاز لري٬ پاكستان په پائېدار او موثر انداز كښې د توان په كمي قابو موندلې۔ حكومت د توان بېلا بېلې ذريعې متنوع جوړې كړې دي او په انرجي مكس كښې د ګران روايتي اندهن په ځائ د كوئلې او ګاز اضافه شوې۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان زياتې شرح سره اقتصادي پرمختګ كړے او د افراط زر شرح كمه پاتې شوې چې ورسره د سرمايه كارو اعتماد بحال شوے۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان چين اقتصادي لارې پروژې له مخې پاكستان د 7100 كلوميټره اوږ د شپږ لېن موټروېز جوړولو جوګه شوے۔ دا يو شمېر پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د نه ترلاسه كولو هدف دے۔ ده ووئيل چې د ګوادر بندر اوس فعاله شوې چرته چې د نړيوال معيار د شپمنټس او لاجسټك اسانيې موجود دي











