د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډري د كهوئي رټه سېكټر دوره

پینډۍ 22 جنوري (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډري د كهوئي رټه سېكټر دوره وكړه۔ ځايې كمانډر د پوځ سرلښكر ته د هند لخوا د ډزبندۍ خلاف ورزو او په خاص توګه د عامو وګړو ودانۍ په نښه كېدو پیښو په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔د آئي اېس پي آر ترمخه د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه …

پینډۍ 22 جنوري (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډري د كهوئي رټه سېكټر دوره وكړه۔ ځايې كمانډر د پوځ سرلښكر ته د هند لخوا د ډزبندۍ خلاف ورزو او په خاص توګه د عامو وګړو ودانۍ په نښه كېدو پیښو په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔د آئي اېس پي آر ترمخه د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د هند لخوا د ډزبندۍ خلاف ورزو په مهال په غېر مهذبه توګه د وګړو ودانو په نښه كولو په فعاله توګه ځواب وركول او د ځوانانو لويې جذبې وستائلې۔د پاك پوځ سرلښكر هدايت وكړو چې لائن آف كنټرول ته نزدې د وګړو ودانو لپاره دې په حفاظتي انتظاماتو كښې اضافه وكړې شي۔د دې څخه وړاندې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د سي اېم اېچ سيالكوټ دوره وكړه او دغلته يې د هندي ځواك د شيلنګ په نتيجه كښې ژوبل شويو سره ملاقات وكړو۔د پېنډۍ كور كمانډر لېفټيننټ جنرال نديم رضا٬د ګوجرانواله كور كمانډر لېفټيننټ جنرال عامر عباسي هم په دې موقع موجود وو

مزید خبریں