د پېټروليم مصنوعات په ځايې كچه لټون او پېداوار زياتولو ته اړتيا ده٬ هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره يو ساز چاپیرچل بيا رامخې ته شوې

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې د هېواد انرجي سېكورټي د اوږدې مودې په بنيادونو باوري كولو له د پېټروليم مصنوعات په ځايې كچه لټون او پېداوار زياتولو ته اړتيا ده٬د حكومت د غوره پرېكړو په سوب هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره يو ساز چاپیرچل بيا رامخې ته شوې۔ده د پاكستان پیټروليم ايكسپلورېشن اينډ پروډكشن كمپنيز اېسوسي اېشن پي پي اي پي سي …

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې د هېواد انرجي سېكورټي د اوږدې مودې په بنيادونو باوري كولو له د پېټروليم مصنوعات په ځايې كچه لټون او پېداوار زياتولو ته اړتيا ده٬د حكومت د غوره پرېكړو په سوب هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره يو ساز چاپیرچل بيا رامخې ته شوې۔ده د پاكستان پیټروليم ايكسپلورېشن اينډ پروډكشن كمپنيز اېسوسي اېشن پي پي اي پي سي اے لخوا وركړې شوي يو بريفنګ په مهال د خيالاتو څرګندونه كوله۔ ده ووئيل د موجوده حكومت غوره او د زيركتيا پريكړو په سوب هېواد كښې د سرمايه كارۍ يو ساز چاپېرچل رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې يې ځايې سره سره د غېر ملكي سرمايه كارو پاكستان كښې د كاروباري موقعو لټولو له ډاډګيرنه شوې۔وزيراعظم ووئيل سره د ستونزو مونږ بېلو څانګو كښې د سوداګرې ورورولۍ لپاره ګټورې كاروباري منصوبې پیل كولو له د ساز چاپیرچل جوړولو په لړ كښې ښكاره پېشرفت كړې۔ده ووئيل حكومت د اړوند شراكتدارو په مشاورت به ولاړ ټول خنډان لرې كولو له هر ډول ممكنه مرسته كوي۔د دې څخه وړاندې د پي پي اي پي سي اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرال(ر)اشفاق نديم احمد ماړي پیټروليم هېډآفس ته په راتلو د وزيراعظم هركلے وكړو۔ده وزيراعظم ته د پیټروليم مصنوعاتو د لټون او پیداوار سره اړوند ټولو كمپنو هلو ځلو په اړه بشپړ پريزنټېشن وركړو۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې د هېواد د توان 46 فيصد ضرورت د تېل او ګاز په ځايې كچه پیداوار څخه ترسره كېږي۔ده ووئيل په نړيواله كچه د تېل په نرخونو كښې د كمي او سختې مقابلې باوجود د ځايې كمپنو ردعمل د ډاډ وړ پاتې شوې

مزید خبریں