اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) دوه كاله وړاندې په اسلام آباد كښې بې دركه شوې افغان ماشوم د پاكستان حكومت په هڅو خپلې كورنۍ سره يوځاې شو۔خارجه سېكتر تخمينه جنجوعه د جمعې په ورځ په خارجه دفتر كښې د خېرسګالۍ جذبې له مخې 13 كلن عبدالله په پاكستان كښې دافغانستان نائب سفير ته وسپارلو۔13 كلن عبدالله دوه كاله وړاندې د خپل پلار علاج لپاره مور او پلار او …
دوه كاله وړاندې په اسلام آباد كښې بې دركه شوې افغان ماشوم سفارت ته وسپارل شو
اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) دوه كاله وړاندې په اسلام آباد كښې بې دركه شوې افغان ماشوم د پاكستان حكومت په هڅو خپلې كورنۍ سره يوځاې شو۔خارجه سېكتر تخمينه جنجوعه د جمعې په ورځ په خارجه دفتر كښې د خېرسګالۍ جذبې له مخې 13 كلن عبدالله په پاكستان كښې دافغانستان نائب سفير ته وسپارلو۔13 كلن عبدالله دوه كاله وړاندې د خپل پلار علاج لپاره مور او پلار او دوه وروڼو سره پاكستان ته راغلے و٬په اسلام آباد كښې عبدالله د خپل مور او پلار نه بېل شوې وو خو د عبدالله د پلار د ناڅاپي مرګ له امله د هغه كورنۍ ته د عبدالله لټولو موقع په لاس ورنه راغله او د هغه مور په زړه ستړې د عبدالله نورو دوه وروڼو سره افغانستان ته لاړه۔په اسلام آباد ګښې پوليسو ته د نومبر په اوومه نېټه كال 2015م كښې عبدالله په لاس ورغلو خو د هغه مور او پلار پېدا نه شول ځكه افغان ماشوم چائلډ پروټېكشن اينډ ويلفيئر بيورو ته وسپارل شو چرته چې ماشوم ته د تعليم٬روغتيا او د نفسياتي لارښونې پشمول د كور پشان ماحول وركړی شو۔دې سره سره د ماشوم د مور او پلار لټولو لړۍ هم روانه وه۔په كابل كښې د پاكستان سفارت او د سي پي اېنډ ډبليو بي په هڅو په جولائي كال 2017م كښې د ماشوم د كورنۍ په افغانستان كښې درك ولګولې شو۔د ماشوم د مشرانو په خواست ماشوم خپلې كورنۍ سره يوځاې كولو لپاره خارجه وزارت انتظامات وكړل او د خارجه وزارت په هڅو عبدالله خپلې كورنۍ ته ورسېدو۔د جمعې پھ ورځ په خارجه دفتر كښې د يوې دستورې په مهال خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه 13 كلن عبدالله د افغانستان ډپټي هيډ آف مشنز ته وسپارلو۔د افغانستان ډپټي هېډ آف مشنز په دې لړ كښې د پاكستاني حكومت٬خارجه وزارت٬سي پي اېن ډبليو بي او په كابل كښې د پاكستان د سفارت مننه وكړه











