محمد نواز شريف د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ بلا مقابله صدر وټاكل شو

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) محمد نواز شريف د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ بلا مقابله صدر وټاكل شو۔ د دې خبرې اعلان د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د ګوند ټاكنو لپاره ټاكل شوي چيف الېكشن كمشنر چوهدري جعفر اقبال د نهې په ورځ په كنونشن سنټر كښې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د مركزي كونسل د شپږمې غونډې په مهال وكړو۔ چوهدري جعفر اقبال په دې موقع د ګوند په ټاكنو كښې د ټاكل شويو نورو مركزي مشرانو اعلان هم وكړو۔ د ګوند مشرانو محمد نواز شريف ته د صدر په ټاكل كېدو مباركي وركړه