اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان په معيشت كښې د استحكام آثارښكاره كيږي٬ په لويو صنعتونو كښې د بحالۍ عمل په پراخه بنيادونو روان دے او په سرمايه كارۍ ٬ برآمدات ٬ كاروباري فعاليتونو او مالياتي څانګه كښې مثبت پېشرفت ريكارډ كړے شوے دے۔ د اقتصادی سروے 2025-26 اجراء په موقع ميډيا بريفنګ كښې وفاقي وزير ووئيل د لويو …
د پاكستان په معيشت كښې د استحكام آثار رامخې ته كيږي٬ لويو صنعتونو كښې د بحالۍ عمل په پراخه بنيادونو روان دے: د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب ميډيا بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان په معيشت كښې د استحكام آثارښكاره كيږي٬ په لويو صنعتونو كښې د بحالۍ عمل په پراخه بنيادونو روان دے او په سرمايه كارۍ ٬ برآمدات ٬ كاروباري فعاليتونو او مالياتي څانګه كښې مثبت پېشرفت ريكارډ كړے شوے دے۔ د اقتصادی سروے 2025-26 اجراء په موقع ميډيا بريفنګ كښې وفاقي وزير ووئيل د لويو صنعتونو (اېل اېس اېم) په 16 څانګو كښې مثبت نمو ليدلې شوې ده په كومو كښې چې خوراک، ټېکسټائل، ملبوسات، پټرولیم مصنوعات، غیر دھاتی معدنیات، آټوموبائل، مشروبات او برقی آلات شامل دي۔ ده ووئيل جولائی څخه تر مئي مالي كال 2025-26 په مهال د ګارمنټس برآمدات كښې 5 فیصد، هوم ټېکسټائل كښې 3 فیصد او نِټډ ګارمنټس كښې 3 فیصد اضافه وشوه او د لوبو د سامان په برآمدات كښې 18 فيصده اضافه ريكارډ كړې شوه۔ د سرمايه كارۍ رجحانات ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل په روشن ډیجیټل اکاؤنټ كښې رقم پرله پسې زياتېږي۔ اول په مياشتنيز بنياد 180 څخه تر 190 ملین ډالر سرمايه كاري راغلې وه كومه چې اپرېل كښې 322 ملین ډالر څخه زياته شوې ده۔ ده ووئيل په سټاک مارکیټ كښې د سرمايه كارانو شمېره 5 لکه 63 زره څخه زياته شوې ده او په يو كال كښې نزدې يو لك 75 زره نوي سرمايه كار د ماركيټ برخه ګرځيدبلي۔ په دې موده كښې 39 زره څخه زياتې نوې كمپنۍ رجسټرډ شوې چې ورسره په هېواد كښې د رجسټرډ كمپنيو مجموعي شمېره 3 لكه ته رسېدلې ده۔ د خزانې وفاقي وزير آئي ټي څانګه د پاكستان د معيشت رامخې ته كېدونكې ستن ګرځولو سره ووئيل د آئي ټي برآمدات 3.8 ارب ډالر څخه زيات شوي دي او د فري لانسنګ د لارې نزدې د 900 ملین ډالر برآمدات ترلاسه كيږي۔ ده ووئيل كه ځوانانو ته د مصنوعي ذهانت ٬ بلاك چين او عصري ډيجيټل ټېكنالوجۍ تربيه وركړې شي نو د هغوي د ساعت آمدن 10 نه تر 12 څخه 50 څخه تر 400 ډالر رسېدے شي۔ د پورونو په اړه وفاقي وزير ووئيل د پاکستان مجموعی پور د جي ډي پي په تناسب سره 2023ء كښې 75 فیصد ؤ كوم چې اوس په كمېدو سره 68.5 فیصد پاتې شوے دے۔ په پاكستان د بهرنيو پورونو 40 څخه تر 45 فیصد برخه په رعايتي قرضونو مشتمل ده۔ د ټېكس اصلاحات په اړه ده ووئيل د سېمنټ او چيني څانګو كښې د ډیجیټل مانیټرنګ د لارې نزدې 60 اربه روپۍ اضافي ريونيو ترلاسه كړې شوه او په مصنوعي ذهانت اډانه آډټ او رسك بېسډ كمپلائنس اقدامات څخه نورې 34 اربه روپۍ جمع كړې شوې۔ ده ووئيل د سود شرح 22 فيصد څخه 11.5 فیصد ته راغلې ده او كاروباري طبقې ته سهولت وركولو له د زرعي او هاؤسنګ څانګې په شمول 6 څخه 7 نوې سبسډي سكيمونه معارفي كولې شي۔ د توان په څانګه كښې د اصلاحات ذكر كولو سره د خزانې وفاقي وزير ووئيل د کراس سبسډی ختمولو سره صنعتي صارفينو لپاره د بجلۍ بيعې ټيټې شوې۔ ده په دې خبره زور راوړو چې تلپاتي اقتصادي پرمختګ لپاره د سرمايه كارۍ شرح د جی ډی پی 15 فیصد څخه پورته بوتلل ضروري ده ۔ د ده له مخې رېګولېټری ستونزې او د پالیسیو عدم تسلسل اوس لوې چېلنجونه دي بياهم حكومت د اصلاحات، نجکارۍ، ډیجیټلائزېشن او نجی څانګې مشرۍ كښې د پرمختګ په ماډل عمل كوي دغسې چې هېواد د تلپاتې معاشي نمو په لاره روان كړے شي










