د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ په مشرۍ كښې د ريګوليټري اصلاحات لپاره د کابينه کمېټي ريګوليټري غونډه،د 5م ريګوليټري اصلاحات پيکج جاج واخستلے شو

  اسلام آباد 11جون  (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د ريګوليټري اصلاحات کابينه کمېټۍ (سي سي او آر آر) غونډي مشري وكړه،چې پكښې د 5م ريګوليټري اصلاحات پيکج جاج واخستلے شو۔د دې پيکج مقصد د وزيراعظم محمد شهباز شريف  وژن له مخې پاکستان كښې کاروبار کولو كښې آسانۍ ته وده وركول دي۔په غونډه كښې وفاقي وزير جام کمال خان، خاص مرستيال هارون اختر …

 

اسلام آباد 11جون  (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د ريګوليټري اصلاحات کابينه کمېټۍ (سي سي او آر آر) غونډي مشري وكړه،چې پكښې د 5م ريګوليټري اصلاحات پيکج جاج واخستلے شو۔د دې پيکج مقصد د وزيراعظم محمد شهباز شريف  وژن له مخې پاکستان كښې کاروبار کولو كښې آسانۍ ته وده وركول دي۔په غونډه كښې وفاقي وزير جام کمال خان، خاص مرستيال هارون اختر خان، د بورډ آف انويسټمنټ سينئر افسرانو، ريګوليټري اصلاحاتي ډلي غړو او اړوندو غړو او سټيك هولډرز ګډون وكړو۔کمېټۍ د 5م ريګوليټري ريفارمز پيکج تفصيلي جاج واخست چې پكښې د دوو مهمو څانګو كبانو نيولو او اوبو زراعت او ډيري و بيوريجز ته پام لرنه وشوه ۔ دواړه  څانګي په وفاقي او صوبائي كچه پيچلې او ګڼ اړخيزه ضوابط لرونكي ګرځولې شوي كوم چې  د سرمايه کارۍ، پرمختګ او برآمدات  په وده  خنډان جوړيږي۔د غونډي په مهال ووئيل شول فشريز څانګه كښې 55 ريګوليټري تقاضې موجود دي چې پكښې 24 بيلي محکمې شامل دي دغسې 22 لائسنس او اجازت نامي د باقاعده تجديد متقاضي دي۔په غونډه كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې فشریز سیکټر كښې په زړه پوري معاشی امکانات شته او يواځې د ټونا كبانو برآمدات  نزدې 2 اربه ډالره ته رسيدلے كوم چې د سمدستي اصلاحات اهميت رامخې ته كوي۔ ډيري او بیوریجز سیکټر په اړه په چارو غور كول تر رارواني غونډي وځنډولے شو۔ټولو كډون كوزنكو د دې خبري پخلے وكړو چې د اصلاحات بنیادی مقصد کاروباري ماحول ښه كول، سرمایه كارۍ ته وده وركول او برآمدات زياتول دي۔ بورډ آف انویسټمنټ د وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ په مشرۍ كښې  د ریګولیټري اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو له د عزم پخلے وكړو دغسې چې پاکستان يو مسابقتی او کاروبار دوسته معیشت جوړ كړے شي۔

مزید خبریں