پاكستان په منځني ختيز كښې د تاؤ تريخوالي له امله د سفارتي ګنجائش محدود كېدو باوجود اميد پرې نه ښودو  : د خارجه دفتر وياند

  اسلام آباد۔11جون (اے پی پی) پاكستان وئيلي دي  په منځني ختيز كښې د اوسني تاؤ تريخوالي او سنګينې وضعې له امله د محدود شوي سفارتي ګنجائش باوجود اميد له لاسه ورنه كړے شو او پرله پسې د امن او سفارتكارۍ په لاره مثبت سوچ سره روان پاتي شوو ۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ كښې ووئيل مونږ پرله پسې په رابطه …

 

اسلام آباد۔11جون (اے پی پی) پاكستان وئيلي دي  په منځني ختيز كښې د اوسني تاؤ تريخوالي او سنګينې وضعې له امله د محدود شوي سفارتي ګنجائش باوجود اميد له لاسه ورنه كړے شو او پرله پسې د امن او سفارتكارۍ په لاره مثبت سوچ سره روان پاتي شوو ۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ كښې ووئيل مونږ پرله پسې په رابطه كښې يوو او تر يو حده په اميد  سره كار كوو او داسې هيله ثالث يا سهولت كار لپاره ضروري وي۔  ده ووئيل مونږ دا ګڼو چې د دښمنو له امله سفارتي ګنجائش كم شوے دے خو مونږ په مثبت ډول خپلې هڅې روانې ساتو۔ ده ووئيل پاكستان په منځني ختيز كښې په روان تاؤ تريخوالي او خليجي منطقه كښې په روان تعطل اندېښنه لري او ټولو ډلو ته غږ كوي چې هغوي دې جنګ بندۍ سره د اړوند مفاهمت احترام وكړي او دښمنې دې نورې نه زياتوي دغسې چې خبرې اترې او سفارتكارۍ لپاره ځائے راپېدا كړے شي۔ وياند ووئيل پاکستان خپلو همكارانو سره د ثالثۍ هڅې روانې ساتلې دي۔ وياند په دې لړ كښې د پاكستاني مشرتابه او د نورو هېوادونو د مشرتابه ترمينځه د رابطو او د دورو په مهال د ملاقاتونو حواله هم وركړه۔ وياند تېره شپه د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار خپل ترك همڅنګ سره د ټېلېفوني خبرو ذكر هم وكړو۔ دواړو لارښودو هيله ښكاره كړه چې د دواړو ډلو ترمينځه مفاهمت به منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو كښې مرستياله ثابت شي۔  د آزاد جمو وكشمير  اړوند هندي بيانونه مسترد كولو سره وياند د مقبوضه كشمير او آزاد جمو وكشمير صورتحال ترمينځه فرق په ډاګه كړو۔ د آبي وسائلو هندي وزير په بيان خپل غبرګون كښې ده خبردارے وركړو چې د پاكستانو اوبو د مخې نيولو كومه هم هڅه به غېر ذمه وار اقدام وي كوم چې د نړيوالو ذمه وارو او سندھ طاس لوظنامې په ضد دے۔ د پاكستان د دريځ پخلي كولو سره ده ووئيل داسې اقدام به په جدي توګه اغستلې شي او دا به جنګي اقدام ګڼلې شي۔ وياند ووئيل پاكستان به خپل معيشت ٬ مهمې قامي ګټې او د خپل 25 كروړه اولس ژوند تحفظ لپاره ټول ضروري اقدامات كوي ، مونږ هند څخه غوښتنه كوو چې هغه  د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي٬ د خپلو نړيوالو ذمه وارو  احترام وكړي او داسې بيانونو او اقدامات څخه  ډډه وكړي كوم چې په منطقه كښې د نور تاؤ تريخوالي سبب ګرځېدے شي۔ وياند ووئيل نزدې 50 ورځو څخه د صومالي قاچاقبرو په ولقه  كښې په مال وړونكې بېړې كښې د پاكستانو وګړو راخوشې كولو له حكومت صومالي چارواكو  او د بېړۍ مالك سره په رابطه كښې دے۔ ده ووئيل نائب وزیرِاعظم اسحاق ډار د صومالي خارجه وزير سره ټېلېفوني تماس نيولے دے او په دې لړ كښی  د بېن الوزارتي غونډې هم امكان دے۔ ده ووئيل اسحاق ډار په خپل صومالي همڅنګ زور راوړے چې هغه نه يوازې دا چې د پاكستاني عملې د لسو غړو بلكې بېلو قوميتونو سره تعلق لرونكو د عملې نورو 7 غړو د استوګنې او بشري حالات ښه كولو له اقدامات وكړي۔ په سوئيلي افريقه كښې د افريقائي او آسيائي وګړو خلاف د كېدونكو غېر ملكي مخالف بريدونو په اړه وياند ووئيل پریټوریا كښې د پاكستان سفارتخانه د پاكستانو وګړو سلامتيا لپاره چمتو ده او د سوئيلي افريقه په مرسته په صورتحال قابو موندلے شي۔ پاک-افغان پولې ته نزدې  د پاكستان كارروائيو په اړه ده ووئيل دا كارروايۍ په مستند انټېلي جنس بېسډ معلومات شوي او په دې كښې د بنو بريد سره تعلق لرونكو ترهګرو ځايونه په نخښه كړې شوي ۔ده په دې خبره زور راوړو چې د پاكستانو وګړو د ځان او مال تحفظ  د حكومت لومړۍ پام لرنه ده۔ متحدہ عرب امارات څخه د پاكستانو وګړو بې دخلۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاکستان سفارت په دې معامله كښې فعاله دے او د وروستو پاتې كېدونكو اثاثو راستنول به باوري كولې شي۔ د پاکستان سفیر، قونصل جنرلز او کمیونټی ویلفیئر سېکشنز په دې عمل كښی فعاله كردار ترسره كوي

مزید خبریں