اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) وفاقي حکومت د مالي كال 27-2026 خپل دريم په پرمختګ او اولسي ريليف اډانه وفاقي بجټ د جمعې په ورځ په (12 جون) قامي اسمبلۍ ته وړاندې كوي د كوم مجموعي حجم چې نزدې 18 زره اربه روپۍ امکان لري ۔د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب به قامي اسمبلۍ كښې بجټ وړاندې كوي۔ذريعو له مخې بجټ د هېواد او په نړيواله …
وفاقي بجټ 27-2026 به سبا وړاندې كولې شي،د بجټ حجم د 18 زره اربه روپو څخه زيات امکان لري

مزید خبریں
اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) وفاقي حکومت د مالي كال 27-2026 خپل دريم په پرمختګ او اولسي ريليف اډانه وفاقي بجټ د جمعې په ورځ په (12 جون) قامي اسمبلۍ ته وړاندې كوي د كوم مجموعي حجم چې نزدې 18 زره اربه روپۍ امکان لري ۔د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب به قامي اسمبلۍ كښې بجټ وړاندې كوي۔ذريعو له مخې بجټ د هېواد او په نړيواله كچه د پېښو چيلنجونو تر مخعه جوړ شوے۔ اولس له ريليف وركول، د زرعي څانګې په جديد ډول پرمختګ، د انفارمېشن ټيکنالوجي (آئي ټي) وده او برآمدات زياتولو د بجټ مهم ترجيحات كښې شامل دي۔بجټ كښې مالي نظم و ضبط، محصولات كښې زياتوالے، معاشي استحکام او پرمختګ لپاره اقدامات، غير پرمختيائي خرڅونه كمول، د روزګار نوې موقعې راپيدا کولو او عوام دوسته پاليسيو د لارې د سماجي و معاشي خوشحالۍ اهداف هم شامل دي۔ذريعو له مخې د مالي كال 2026-27 بجټ اعلان چمتوالے د ټاكلې مودې له مخې بشپړ كړے شو ۔ د بجټ جوړولو كښې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمينځه نزدې رابطه او مشاورت روان ساتلے شوے چې پكښې په پارلمان كښې بجټ وړاندې كول او اقتصادي سروے اجراء په اړه چاري شاملې دي۔بل خوا حکومت د زيارت په ورځ پاکستان اکنامك سروے 2025-26 جاري کړي چې پكښې د روان مالي كال په مهال د قامي معيشت مجموعي کارکردګۍ جاج وړاندې شوے۔اقتصادي سروے د هېواد معاشي صورتحال حقيقي عكس وړاندې كولو سره سره د رواني منصوبه بندۍ او پاليسي جوړولو لپاره بنياد وركوي۔









