
اسلام آباد ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن د اسلامي ټولنې د تعليمي بدلون مؤسس سرسيد احمد خان ته د عقيدت پیرزوينې وړاندې كولو سره وئېلي قام د ده د تعليمي پالېسۍ د لارې د پرمختګ او كاميابۍ منزلونه ترلاسه كولې شي چا چې د مسلمانانو آزادۍ او تعليمي احياﺀ بنياد اېښودلې وو۔ د سرسيد احمد خان 200مه سالګرې په مهال خپل پیغام كښې اولس مشر ووئيل په 19مه صدۍ كښې د مغل حكومت ختمېدو څخه وروستو مسلمانان تعليم څخه لرې شوي وو او دوي د تعليم او څېړنې په څانګه كښې كاميابۍ ترلاسه نه كړې شوې۔ د مايوسۍ پھ دې صورتحال كښې سرسيد احمد خان د مسلمانانو د ناوړه حالاتو مقابله كولو سره د تعليمي فكري او سياسي بدلون بنياد كېښودو۔اولس مشر ووئيل اګر كه نن د تعليمي ادارو كمې نشته او مسلمانان دې څخه استفاده كوي ولې بيا هم تعليمي آسانۍ يوازې د ټولنې لويو حلقو لپاره بايد خاص نه كړې شي بلكې دا دې ټول اولس ته وركړې شي۔ ده ووئيل سرسيد احمد خان د هر سړي پېژندګلو په ځاې ساتلو سره د قامي مقصدونو لپاره كار كول او د مسلمانانو ترمينځه د همغږۍ اړخونه معرفي كړل۔اولس مشر پھ دې خبره د خوشحالھ څرګندونه وكړه چې قام حكومت او وسله والو ځواكونو يو عزم سره نن په ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ تر ډېر حده قابو موندلې ولې دا ضروري ده چې مونږ د خپل قام د محسن د نظريې ترمخه هر بچي ته د تعليم آسانۍ وركړو او دا به سرسيد احمد خان پھ ډول عظيم مفكر او لارښود ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كول وي۔