
اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د قام سباؤن د كوچنيانوپه سباؤن پورې تړلے دے ٬ د تعليم نوې نظام مرتب كولو زياتره كار بشپړ شوې٬راروان كال به د ټولو صوبو په مشاورت ټول هېواد كښې د تعليم يو ډول نظام راج كړې شي٬د استاذانو پھ جديدو تقاضو تربيې نه غېر د تعليم معيار ښه كېدې نه شي٬د هغوي تربيې له دې خاص اهميت وركړی شي٬انتها خوښۍ زمونږ ټولنې٬سياسي او اقتصادي ډهانچې ته زيان رسولې٬د دې فتنې بشپړه ختمولو له تعليم ته اړتيا ده۔ده دا خبره د ګل په ورځ بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د سيوري لاندې وسيله تعليم پروګرام كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع د تعليم او فني تربيې دوهم وزير بليغ الرحمان٬د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن ماروي مېمن٬د بلوچستان د تعليم وزير عبدالرحيم٬د خېبرپښتونخوا د تعليم وزير عاطف خان٬د آزاد كشمير د تعليم وزير افتخار ګېلاني او نورو هم خطاب وكړو۔اولس مشر ووئيل د حكومت د ښه پالېسو په سوب د هېواد معاشي او اقتصادي حالت ښه شوې۔ده ووئيل نړيوالو مالياتي ادارو هم د پاكستان د اقتصادي پالېسو ستائنه كړې۔ده ووئيل 13 لكه پسمانده ماشومان د تعليم عمل كښې شريك كول يو لويه كاميابي ده۔اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې حكومت او ادارې دې په ګډه ماشومانو له تعليم وركول خپله ترجيح وګرځوي۔ده ووئيل كه مونږ پھ دې كښې كامياب شو نو دا به يو لويې خذمت وي۔اولس مشر ووئيل پاكستان د ډېرې مودې راهسې د ترهه ګرۍ مقابله كوي٬انتهاخوښۍ او ترهه كرۍ د نورو څانګو سره سره تعليمي ادارو ته هم زيان رسولې خو ضرب عضب او د كراچۍ عملياتو كاميابۍ سره تر ډېر حده په انتهاخوښۍ قابو موندلې شوې۔ده ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې زمونږ وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو او اولس په دې مسئله تر ډېره حده قابو موندلې خو د دې فتنې بشپړه ختمول له تعليم ته اړتيا ده۔ده ووئيل مونږ دا مقصد تر هغه وخت نه شو ترلاسه كولې تر څو چې نوې نسل سره تعلق لرونكي يو كس هم د تعليم څخه محروم وي۔ده ووئيل د وفاقي حكومت سره سره دې صوبائي حكومتونه او نورې ادارې هم د وسيله تعليم پروګرام سره د زړه نه مرسته وكړي۔د دې پروګرام كاميابي دې خپله كاميابي وګڼي۔اولس مشر ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ او نورو پرمختيائي پروژو په صورت يو ښه سباؤن د پاكستان په طمعه دے ۔مونږ له د دې موقعو څخه ګټھ پورته كولو له تعليم ته اړتيا ده۔ده ووئيل د دې پروژو به نتيجه كښې به نه يوازې غريبي كمه شي بلكې سړي سر امدن به هم زيات شي۔اولس مشر ووئيل د تعليم ودې لړ كښې د نړيوالو شراكتدارو او په خاص توګه ډيپارټمنټ فار انټرنېشنل ډوېلپمنټ او نړيوال بانك څوك جې زمونږ غېر معمولي مرسته كوي د هغوي مننه كوو