
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي)د وزیر اعظم هاوس وياند د جناح ماډل ټاون په پلټنو كښې د معطلو افسرانو بحالۍ خبرونو پحقله دا سپيناوې كړې چې په دې لړ كښې پرېكړې پخواني وزيراعظم مجاز اتهارټۍ كړې دې٬ اوسني حكومت له په دې لړ كښې كوم فائل نه دې راغلې او نه په دې لړ كښې كوم احكامات جاري كړې شوي۔ وياند ووئيل اوسني حكومت د كرپشن په ضد د زيرو ټالرنس پاليسي لري چې پكښې چا سره د رعايت سوال نه پېدا كېږي۔ ده ووئيل د حكومت د دوه مياشتو كاركردګي د ټولو په وړاندې ده په دې مهال پرېكړې او اقدامات د مېرټ او سپېځلتيا واضح ثبوت دے۔ بیان كښې وئيلي شوې د جناح ماډل ټاٶن سكيم مير پور كښې د كنټرېكټ لوظنامې په لړ كښې د شوې پي اي سي قواعدو او ضوبطو څرګنده خلاف ورزيۍ په لړ كښې د ككړو افسرانو په ضد د بې غورۍ ٬ بدعنوانۍ د مال اخوا دېخوا كولو او د واك ناجائزه كارولو تورونو په سوب پلټنو له د پخواني سېكتر اكرم سهېل په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې وه ۔ كمېټۍ چیف انجینئر هائي وېز ساوتھ چوهدري محمد الیاس ،د اېم ډی اے ټېكنيكل غړي چوهدری خالد سلطان ،د وركس اېم ډي اے ډائرېکټر مظفر حسېن ، دوهم ډائرېکټر او ډويژنل اكاٶنټنټ محمد سلیم ملازمت څخه د معطل كولو او د سپېشل پاور اېکټ له مخې د انضباطي کارروائۍ عملي كولو منظوري وركړې وه ۔ وياند ووئيل په دې تسلسل كښې د سروسز پخوانې سېكتر عبدالسمیع خان او د لوړو زده كړو سېكتر محمود خان دوه كسيزه كمېټي جوړه كړې شوه وه ۔ ده ووئيل كمېټۍ د پخواني وزيراعظم مجاز اتھارټۍ افسرانو له موقع وركړه او د تجويز كړې شويو سزاګانو ئې د تحفيف احكامات وركړه۔ وياند ووئيل انكوائري افسرانو په ستره محكمه كښې رټ دائر كړو او حكم امتناهي ئې ترلاسه كړو او د سترې محكمې پرېكړه منلو سره د پخواني وزيراعظم مجاز اتھارټۍ سزاګانو كښې معمولي بدلون وكړو ۔ وياند له مخې په دې لر كښې د پخواني وزیراعظم مجاز اتھارټۍ پرېكړې كړې وې او په اوسني حكومت دا وراړول مناسب نه ده۔ بیان كښې وئيلي شوي حكومت په سپېځلتيا بشپړ باور لري او په دې عملدرامد له عزم لري۔