پیښور۔ 10 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي وئېلي دي د نیشنل اکنامک کونسل په غونډه كښې د صوبې اولس مقدمه په زړه پورې ډول وړاندې كړې شوه او د صوبې آئیني ، مالي او ترقیاتي حقونو تحفظ لپاره واضحه موقف اختیار کړے شو ۔د غونډې نه پس میډیا سره خبرو كښې ده ووئېل په نوي این ایف سي ایوارډ كښې به د ضم …
په نوي این ایف سي ایوارډ كښې به د ضم شوو ضلعو کا مالي برخه شاملولې شي ،وزیراعلی سهېل افريدي

مزید خبریں
پیښور۔ 10 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي وئېلي دي د نیشنل اکنامک کونسل په غونډه كښې د صوبې اولس مقدمه په زړه پورې ډول وړاندې كړې شوه او د صوبې آئیني ، مالي او ترقیاتي حقونو تحفظ لپاره واضحه موقف اختیار کړے شو ۔د غونډې نه پس میډیا سره خبرو كښې ده ووئېل په نوي این ایف سي ایوارډ كښې به د ضم شوو ضلعو لپاره مالي برخه شاملولې شي كوم چې د خیبر پښتونخوا اولس او په خاص توګه د ضم شوو سميمو لپاره يو لوي زېرے دے ۔ وزیراعلیٰ ووئېل د ضم شو ضلعو لپاره د تند رفتاره عمل درآمد پروګرام (اے آئي پي) كښې مجوزہ كمے د خبرو اترو نه پس تر ډېره حده بهتر شوے دے خو صوبائي حکومت د لا ښه والي لپاره په زړه پورې غوښتنه كړې ده۔ ده هيله څرګنده كړه چې د ضم شو اضلاع کلنه ترقیاتي پروګرام او د اے آئي پي به لا ښه كولې شي دغسې جې د هغه ځائے اولس ته د پرمختګ مېوې په وخت ورسي۔ وزیراعلیٰ د آئین آرټیکل 151 حواله وركولو سره ووئېل د ضروری څيزونو په آزادۍ سره وړل راوړل باوري كول د وفاق آئیني ذمه واري ده ، د پاسکو سره د شوې لوظ نامې تر مخه به يو لاکھ 75 زره ټن غنم په ټاكلي بېعه خیبر پښتونخوا ته وركولې شي او وفاقي حکومت باوري راكړے دے چې د غنمو بيعه به نه لوړه وي ۔ د زياته كړه د خیبر پښتونخوا حکومت په ټول هېواد كښې امن و امان لپاره تر ټولو زياته سرمایه کاري كوي او د 5 اکتوبر 2025 نه تر اوسه په پولیس، د ترهه ګرۍ مخ نيوي په محكمه او د سپیشل برانچ استعداد په زياتولو 30 اربه روپو نه زياتې مصرف كرې شوي دي ۔ وزیراعلیٰ ووئېل خیبر پښتونخوا د پاکستان په مجموعي ځنګلات كښې نزدې 45 فیصد برخه لري، د صوبې د ټولې زمكې 26.7 فیصد برخه په ځنګلات مشتمل ده









