آزاد كشمير كښې د ايكشن كمېټۍ په 38 كښې په 35 نكات عملدرآمد شوے ؤ ٬ د مهاجرينو مقيم پاكستانيانو په اړه د آزاد كشمير سپريم كورټ پرېكړه كړې چې نوې اسمبلي دې پريكړه وكړي۔اعظم نذير تارړ

  اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي آزاد كشمير كښې د ايكشن كمېټۍ په 38 كښې په 35 نكات عملدرآمد شوے ؤ ٬ مهاجرين مقيم پاكستانيانو لويې قربانۍ وركړې دي٬د هغوي آزاد كشمير اسمبلۍ كښې د نمائندګۍ په اړه د آزاد كشمير سپريم كورټ  په صدارتي ريفرنس خپله پريكړه كښې وئېلي دي چې نوې اسمبلي به د دې پريكړه …

 

اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي آزاد كشمير كښې د ايكشن كمېټۍ په 38 كښې په 35 نكات عملدرآمد شوے ؤ ٬ مهاجرين مقيم پاكستانيانو لويې قربانۍ وركړې دي٬د هغوي آزاد كشمير اسمبلۍ كښې د نمائندګۍ په اړه د آزاد كشمير سپريم كورټ  په صدارتي ريفرنس خپله پريكړه كښې وئېلي دي چې نوې اسمبلي به د دې پريكړه كوي۔ د مهاجرينو مقيم پاكستانيانو په اړه د آزاد كشمير سپريم كورټ ګرځولې چې نوې اسمبلي دې پريكړه وكړي۔د شورو په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د بيرسټر ګوهر خان د اعتراض په نكته ځواب كښې ده ووئيل په كشمير كښې د رانا ثناﺀ الله په مشرۍ كښې وزيراعظم كمېټي جوړه كړې كومې چې د ايكشن كمېټۍ سره خبرې كړي۔ده ووئيل كشمير زمونږ شه رګ دے او مونږ ته ډېر ګران دے۔وزيراعظم تېر كال يوه كمېټي جوړه كړې په هغې كښې د ايكشن كمېټۍ 38 كښې 35 غوښتنې منلې شوي ٬ بجلۍ 3 روپۍ يونټ او اوړه دوه زره روپۍ من هغوي ته ترلاسه كيږي٬د دې سبسډۍ اخراجات وفاقي حكومت پورته كوي۔ده ووئيل د مهاجرينو د 12 چوكو ختمولو غوښتنه كيږي٬دا هم هغه مهاجرين دي چا چې خپل هر څه قربان كړي٬دا په پاكستان كښې ميشته دي٬په دې خبره شوې٬په دې اے پي سي شوې٬كه چرې پي ټي آئي په دې كښې شريك وه نو ښه به وه٬ ده ووئېل په داسې حساس معاملات بائيكاټ نه دي كول پكار۔ده ووئيل هلته دا قرارداد اسمبلۍ ته راوړلے شوے او په دې پريكړه شوې چې په دې قانوني رائے لپاره سپريم كورټ كښې ريفرنس دائر كړې شي٬په دې ريفرنس سپريم كورټ پريكړه وركړې چې په آئين كښې د بدلون اختيار د پارليمان دے٬په دې آئيني معامله نوې اسمبلۍ قانون سازي كولې شي

مزید خبریں