اسلام آباد 10 جون (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف ځوانانو ته د هېواد په پوهنتونونو كښې د آئي ټي په څانګه كښې وركړې كېدونكې تربيه د نړيوال ماركيټ غوښتنو سره د سمولو او ځوانانو د جديدو تقاضو څخه تر مخه د اے آئي٬ډيټا سائنس٬روبوټكس پشمول په رامخې ته ټېكنالوجيز كښې ښه تربيې لپاره د تګلارې زر تر زره د وړاندې كولو امے كړے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا …
وزيراعظم محمد شهباز شريف ځوانانو ته د هېواد پوهنتونونو كښې د آئي ټ وركړې كېدونكې تربيه د نړيوال ماركيټ تقاضو سره د سمولو امر وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جون (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف ځوانانو ته د هېواد په پوهنتونونو كښې د آئي ټي په څانګه كښې وركړې كېدونكې تربيه د نړيوال ماركيټ غوښتنو سره د سمولو او ځوانانو د جديدو تقاضو څخه تر مخه د اے آئي٬ډيټا سائنس٬روبوټكس پشمول په رامخې ته ټېكنالوجيز كښې ښه تربيې لپاره د تګلارې زر تر زره د وړاندې كولو امے كړے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د هېواد په پوهنتونونو كښې د آئي ټي په څانګه كښې د اعلٰی تعليم په اړه غونډه د شورو په ورځ وشوه چې پكښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د آئي ټي وزيرې شزه فاطمه خواجه٬د ايچ اي سي چيئرمېن پروفيسر ډاكټر نياز احمد اختر٬د وزيراعظم د يوته پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان او اړوند ادارو اعلی افسرانو ګډون وكړو ۔وزيراعظم غونډې ته خطاب كښې ځوانانو ته د هېواد په پوهنتونونو كښې د آئي ټي په څانګه كښې د وركړې كېدونكې تربيې د نړيوال ماركيټ له مخې د سمولو هدايت سره ووئېل د بده مرغه د هېواد ګڼ شمېر پوهنتونونو كښې د آئي ټي په څانګه كښې وركړے كېدونكے تعليم د جديدو عصري تقاضو څخه هم آهنګ نه دے۔ده د ټول هېواد په پوهنتونونو كښې د آئي ټي په څانګو كښې د وركړې شوې تعليم و تربيي د تهرډ پارټي څخه د آډټ كولو هدايت وكړو ۔وزيراعظم ځوانان د نوو تقاضو څخه سره سمولو او د اے آئي٬ډيټا سائنس٬روبوټكس پشمول رامخې ته ټېكنالوجيز كښې ښه تربيې وركولو لپاره د روډ ميپ زر تر زره د وړاندې كولو هدايت وكړو ۔غونډه د پاكستان پوهنتونونو څخه د آئي ټي څانګې فارغ التحصيل زده كوونكو صلاحيتونو رامخې ته كولو لپاره د ايچ اي سي لخوا په دې وروستيو كښې د تابيا كړي ټيسټ نتيجو په اړه خبر كړې شوه ۔بريفنګ له مخې د ټيسټ نتيجو په رڼا كښې د ټول هېواد په پوهنتونونو كښې د آئي ټي په څانګه كښې د اعلٰی تعليم په اړه په اصلاحات كار پېل شوے دے ۔









