قامي اقتصادي كونسل د راتلونكي مالي كال  د ټولو نكات په يوه خله منظوري وركړه ٬ قامي پرمختيائي بجټ لپاره 3669 اربه روپۍ٬ پي ايس ډي پي لپاره 1000 اربه  ٬صوبائي كلن پرمختيائي پروګرام لپاره 2218 اربه او ايس او ايز لپاره 451 اربه روپۍ بېلې كړې شوې

  اسلام آباد 10 جون (اے پي پي ) قامي اقتصادي كونسل  د راتلونكي مالي كال 2026-27 قامي پرمختيائي بچت لپاره 3669 اربه روپۍ٬  وفاقي پي ايس ډي پي لپاره 1000 اربه ٬صوبائي كلن پرمختيائي پروګرام لپاره 2218 اربه روپۍ او ايس او ايز لپاره 451 ارب روپۍ بېلې كړې شوې او  د اړان پاكستان له مخې د قامي  اقتصادي پرمختګ 11 مشنز منظوري وركړې شوه  او وزيراعظم محمد شهبازشريف …

 

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي ) قامي اقتصادي كونسل  د راتلونكي مالي كال 2026-27 قامي پرمختيائي بچت لپاره 3669 اربه روپۍ٬  وفاقي پي ايس ډي پي لپاره 1000 اربه ٬صوبائي كلن پرمختيائي پروګرام لپاره 2218 اربه روپۍ او ايس او ايز لپاره 451 ارب روپۍ بېلې كړې شوې او  د اړان پاكستان له مخې د قامي  اقتصادي پرمختګ 11 مشنز منظوري وركړې شوه  او وزيراعظم محمد شهبازشريف د قومي اقتصادي كونسل غونډې د ټولو نكات په اتفاق سره په منظورۍ د ګډون كوونكو مننې سره ووئېل په قامي چارو  اتفاق څخه به فيډريشن لا قوي شي۔د اتفاق او اتحاد جذبه د پاكستان روښانه سباؤن ضمانت وركوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د قومي اقتصادي كونسل غونډه د شورو په ورځ وشوه۔وزيراعظم په سختو معاشي حالاتو كښې د وفاقي حكومت سره په مثالي مرسته د څلورو واړو صوبو اعلٰی وزيرانو  مننې كولو سره ووئېل د وفاقي برخو ترمينځه دا ډول يو والے او  د مرستې جذبې څخه به هېواد پرمختګ وكړي۔وزيراعظم په هېواد كښې معاشي استحكام لپاره په هڅو د معاشې ډلې  د كاركردګۍ ډاډګيرنه وكړه ۔په غونډه كښې ګډون كوونكو خليج كښې  د اوسني تاؤ تريخوالي څخه په نړيوال معيشت د منفي اثراتو راتللو باوجود  د پاكستاني معيشت مستحكم ساتلو او په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي خاتمې لپاره په سفارتي هڅو وزيراعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔وزيراعظم غونډې ته خطاب كښې ووئيل  زياته شوې آبادي هېواد د رامخې ته لويو چېلنجونو كښې يو دے۔ده ووئيل د ښه صحت نظام د لارې  د رنځونو زيات شوي بار كښې كمے٬د ماشومانو صحت په خاص توګه سټنټنګ خاتمه٬سكول څخه بهر ماشومانو ته تعليم وركول او ځوانانو لپاره  د روزګار موقعې راپېدا كول قامي ترجيحات دي۔ ده ووئېل په برآمدات د اډانه معيشت پرمختګ ته وړومبې پام لرنه كوو۔وزيراعظم د وفاق او صوبو پرمختيائي پروژو كښې د همغږۍ پېدا كولو هدايت سره ووئېل پرمختيائي پروژې دې د قامي ترجيحات او تل پاتې معاشي اهداف له مخې ترتيب كړی شي۔ده ووئيل  په شريكو قامي هڅو څخه پاكستان د پرمختګ٬خوشحالۍ او معاشي خود انحصارۍ تر منزل رسولې شوو۔په غونډه كښې د قامي اقتصادي كونسل 4 نكاتي ايجنډا  په اتفاق سره منظور كړې شوه۔غونډې ته د مالي كال 2025-26 لپاره  د معيشت كاركردګۍ په اړه نظر ثاني شوې اشاريې وړاندې كړې شوې۔غونډې ته ووئېل شول  مالي كال 2025-26 كښې په وفاقي پي ايس ډي پي 820 ارب٬ د صوبو كلنه پرمختيائي پروژو لپاره  2938 ارب او ايس او ايز پروګرام له ر 335 اربه روپۍ خرڅ كولې شي۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير ډاكټر احسن اقبال٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب٬د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀالله سره سره د سندھ اعلٰی وزير سيد مراد علي شاه٬د خبرپښتونخوا اعلٰی وزير محمد سهيل آفريدي٬د بلوچستان اعلٰی وزير نواب سرفراز بګټي٬د پنجاب سينئر وزير مريم اورنګزيب او قومي اقتصادي كونسل نورو غړو ګډون كولو۔

مزید خبریں