ملګري ملتونه كه د ختيز تيمور مسئله هوارولې شي نو د خپلو قراردادنو د عزت په خاطر د كشمير مسئله ولې نه شي

اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پی پی) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه وئېلي دي ملګري ملتونه كه د ختيز تيمور مسئله هوارولې شي نو د خپلو قراردادنو د عزت په خاطر د كشمير مسئله ولې نه شي ٬د هند خارجه وزير د اړخه د ملګرو ملتونو د قراردادونو د خلاف ورزۍ بايد پاكستان ګټه پورته كړي٬هند د هغه فورم سپكاوې كړې٬د ذوالفقارعلي بهټو پېل كړی شوې اتومي پروګرام كوم امر نه بلكې جمهوري لارښود نواز شريف سر ته رسولې٬پيپلز ګوند تل جمهوريت او د پارلمان سرلوړۍ له قربانۍ وركړي دي ۔د شورو په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل په دې مهمه غونډه كښې مخالفو ډلې له هم موقع وركړی شوې٬پخوا داسې پیښې شوې چې د حكومت دريځ رامخې ته شوې او د مخالفې ډلې دريځ رامخې ته كېدو ته پرېښودلې شوې نه وه