
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي كشمير پرله پسې د آتش فشا غوندې خوټكېږي٬د برهان مظفر واني پھ وينه د ازادۍ روښانه شمعې يو ځل بيا هند له دا پېغام وركړې چې د كشمير مسئله د طاقت د لارې د غلې كولو په ځاې د نړيوالې ورورولۍ سره د كړو وعدو ترمخه هواره كړي ٬ځكه چې دا د كشميريانو د حقونو پامالولو او د نړيوالې ورورولۍ د سپكاوي سره نړيوال امن ته د پیښ خطر معامله ده ٬كه د ملګرو ملتونو پريكړې د پښو لاندې كولو ٬د نړيوالې رايې رد كولو او د طاقت په زور د انسان غلام كولو روايت مخ په وړاندې لاړ شي نو خپل ځان ته مهذبه وئيونكې نړۍ به په زرګونو كاله وروستو لاړه شي٬كه هند په رښتيا سيمه كښې امن غواړي نو د خپل قول او فعل ترمينځه تضاد دې لرې كړي٬زموڼږ د اولس٬زمونږ د وسله والو ځواكونه٬امنيتي ايجنسيو او زمونږ د پوليس تر دې چې زمونږ د بې ګناه كوچنيانو وينه د ترهه ګرۍ د جنګ ښكار شوې ده٬د يو ذمه وار هېواد په حېث مونږ خپل كردار ښه پېژنو٬مونږ پھ پښو لارو د قامي ګټې او پرمختګ لپاره هڅې كوو او دا مزل به دوآمداره ساتو٬د بې ګناه خلقو وژل د مخونو مسخ كول او د هغوي په ړندولو د كشمير د آزادۍ پاڅون لاره نه شي نيولې كېدې٬د قامي سلامتيا او هېواد دفاع لپاره مونږ يو موټے يو٬د امن او سلامتيا دعويدارو ټولو نړيوالو قواؤ باندې لازم ده چې خپل قراردادونه زر تر زره عملي كړي٬مونږ به د ګران هېواد عزت او د حرمت قرض وركولو لپاره د يوې لمحې تاخير ونه كړو۔د شورو په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته وزيراعظم ووئيل څنګه چې قدرمندو غړو ته معلومه ده چې د پارلمان د شريكې غونډې پريكړه د كشمير په وضعه او د هند جارحانه اقداماتو په حقله شوې۔دا حقيقت ټولې نړۍ ته په ډاګه شوې چې د هندي عسكرو د ظلم سره د كشمير اولس جذبې ته هېڅ زيان نه شي رسېدلې۔د ظلم په هر دور د آزادۍ جذبه نوره هم قوي كېږي٬ 6 لسيزو راهسې كشميريان غلام ساتلس شوي او د خپلو حقونو لپاره كشميريان د خپل منزل پلو روان دي۔ ده ووئېل د آزادۍ د دې ډلې مشري د كشميريانو نوې نسل تر لاسه كړې۔د برهان واني شهادت د كشميريانو تحريك له دوام وركړے۔ ده ووئېل دا يو حقيقت دے چې هند كشميريان د خپل حق څخه محرومه كولې نه شي٬د كوم لوظ چې هغوي سره ټولې نړۍ كړې او د كومې ضمانت چې ټولې نړيوالې ورورولۍ وركړی۔ وزيےاعظم ووئېل د ملګرو ملتونو قراردادونه نن هم د سلامتي كونسل په ايجنډا پراته دي۔د كشميريانو وينې دا قراردادونه بيا تازه كړي٬نړيوالې ورورولۍ له به دا سوچ كول وي چې تر 6 لسيزو دغه قراردادونه نظرانداز كولو څه نتيجې راوتي۔ده ووئيل د سلامتي كونسل دعويدارو په ټولو نړيوالو قواؤ دا لازم ده چې دغه قراردادونو له عملي شكل وركولو له تاخير ونه كړي۔ده ووئيل كشميريانو سره د پاكستان تاريخ٬جغرافيائي٬مذهبي٬كلتوري او د معاشي خپلولۍ تاريخ پخوانې دے٬پاكستان د هغوي خپلواكۍ حق له د هر ډول اخلاقي٬سياسي او سفارتي مرستې لوظ كړی۔ ده ووئېل مونږ پخوا هم د دې لوظ پاسداري كړې او نن هم كوو او سباؤن كښې به هم كوو۔وزيراعظم پارلمان ته ووئيل يوازې مونږ له د مظلومه كشميريانو مرسته كول پوره نه ده٬ وزيراعظم ووئېل د مظلومه كشميريانو حقونه د پښو لاندې كول د نړوالې ورورولۍ سپكاوې او نړيوال امن ته د پیښ خطر معامله هم ده٬كه د ملګرو ملتونو پريكړې د پښو لاندې كړې شوې او د طاقت په زور د هند د اړخه د غلامانو جوړولو روايت پاتې شو نو خپل ځان ته مهذبه وئيونكې نړۍ به په زرګونو كاله پشا لاړه شي۔ ده ووئېل د تهذيب دا ټول مزل ته به زيان ورسي۔د هند لارښود نړۍ له دا باور وركوي چې په هر حال كښې به په قراردادونو عمل كولې شي او كشميريانو له به د خپلو رايو موقع وركولې شي٬ ده ووئېل اوس دغه لوظ هېر كړې شوې٬كشمير د هند برخه ګرځول د ملګرو ملتونو سره او د نړيوالې ورورولۍ پورې هم ټژقې كول دي ۔ده ووئيل مونږ هر ډول هڅه كړې چې هند خبرو اترو ته راضي شي بيا بيا خبرې اترې شوي او د دې خواهش څرګندونه شوې خو د هند رويې زمونږ هڅې مخ په وړاندې بو نه تللې۔ ده ووئېل بيا بيا خبرې بنده كړې شوې٬د امن خبرو اترو په لار كښې خنډان راولاړ كړې شوي ٬او هم دغه وجه ده چې نن نه يوازې د سوئېلي آسيا امن ته خطر پیښ دے بلكې نړۍ هم دا معامله محسوسوي۔ وزيےاعظم ووئېل زمونږ حكومت د كشمير مسئلې حل له كوټلو هڅو ته تل پام لرنه كړې٬ اوسني حكومت د ملګرو ملتونو اسمبلۍ ته درې وارې خطاب كښې د كشمير مسئلې حل ته پام لرنه كړې ۔د ستمبر په 21مه نېټھ د وېنا په مهال ما وئېلي وو چې پرله پسې تاؤ تريخوالې او تصادم فضاﺀ بايد د سوئېلي آسيا مقدر ونه ګرځي٬ ده ووئېل تر څو چې د كشمير مسئله حل شوي نه وي د پاكستان او هند ترمينځه امن نه شي راتللې او نه اړيكې معمول ته راتللې شي۔ده ووئيل ما نړيوالې ورورولۍ ته وئېلي دي چې د كشميريانو نوې نسل د هند د تسلط څخه خلاصي لپاره ودرېدلې۔ده ووئيل د كشميريانو زړونه آزادي غواړي او د كشميريانو دغه تحريك د هند عسكر د ظلمونو څخه نشي منع كولې ۔وزيراعظم ووئيل ما د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خپلې وېنا په مهال څلور غوښتنې كړي وې ٬ وړومبۍ دا چې په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه وګړيو د هند ظلمونو او بشري حقونو سختو خلاف ورزو پلټنو اهتمام دې وكړې شي۔دوهمه دا چې د هند زندانونو څخه د سياسي بنديوانو خوشې كول٬د مقدمو ختمولو٬د ژوبل طبي مرستې او د خپلو حقونو لپاره د غږ پورته كولو آزادۍ لپاره دې ګامونه پورته كړې شي۔درېمه دا چې د سلامتي كونسل د قراردادونو د لارې هند چې د كشميريانو سره كوم لوظ كړې٬ ده ووئېل كشميريان 70 كلونو راهسې د دغې لوظ پوره كولو لپاره سترګې په لار دي٬عمومي اسمبلي دې د دغه لوظ ترسره كولو له كردار ترسره كړي۔څلورمه دا چې د جمو او كشمير څخه د هند د وسله والو عسكرو ويستلو لپاره اقدامات وكړې شي۔وزيراعظم ووئيل تېرو دريو مياشتو په مهال حكومت د كشمير مسئلې په حقله مهم ګامونه پورته كړي۔ده ووئيل ما د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره تماس نيولے او د هغه پام د كشمير وضعې ته مې راګرځولې۔عمومي سېكتر د دې ظلم سخته غندنه كړې او د كشمير پشمول ټولې چارې د خبرو اترو د لارې حل كولو باندې يې زور راوړې۔ ده ووئېل خارجه دفتر د سلامتي كونسل مستقل غړيو هېوادونو سفيرانو ته خاص بريفنګ وركړې۔خارجه دفتر د اروپائي ائتلاف سفيرانو او او آئي سي رابطه ډلې غړيو له خاص بريفنګ وركړې۔دا ډول بريفنګ د افريقائې هېوادونو او مينځني ختيز هېوادونو او د بشري حقونو نړيوالو ادارو ته هم وركړی شوې۔ وزيراعظم پارلمان شريكې غونډې ته ووئېل ما پخپله د ملګرو ملتون د بشري حقونو كميسون عمومي سېكتر ته د خطونو د لارې دې معاملې ته د پام راګرځولو ووئېلې دي ۔ده ووئيل د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال ګڼو لارښودو سره زما ملاقاتونه شوي او هغوي مې د كشمير مسئلې او پس منظر او حالاتو څخه خبر كړي۔حكومت د معاملې د نوعيت نه خبر دے او پھ سفارتي ډګر پھ زړه پورې كار كوي خو هند په كشمير كښې د خپلو ظلمونو څخه پام ګرځولو لپاره په مونږ د تورونو لګولو لړۍ پېل كړی٬ ده ووئېل آړي پېښه هغه وخت رامخې ته شوه كله چې زه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب لپاره نيويارك ته تللم٬د معاملې تفصيلات رامخې ته كېدو او د كوم هم ابتدائي پلټنو نه غېر په څو ساعته كښې دننه هند د دې پیښې ذمه واري په پاكستان ورتپلې ۔ ده ووئېل د دغې پیښې د ټائم او په سمدستي توګه پاكستان ذمه واره ګرځولو څخه دا اندازه لګي چې د هغوي اصل عزائم څه وو۔په 28 ستمبر هند د جنګ بندۍ لوظ نامه ماتولو او په لائن آف كنټرول بريد وكړو۔ وزيرعظم ووئېل د هغوي د اشتعال انګيزۍ ځواب وركړے شوے او د نړيوالې ورورولۍ سره رابطې شوي٬هغوي ته په ښكاره ټكو وئېلي شوي چې پاكستان امن غواړي٬مونږ هېڅ ډول جارحانه عزائم نه لرو خو زمونږ د قامي سلامتيا او د هېواد دفاع په ضد د كومې هم كاروائۍ به سخت ځواب وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل زه نن يو ځل بيا په دې ايوان كښې د پاكستان د كلك دريځ پخلې كوم چې مونږ د جنګ په ضد يو٬مونږ په سيمه كښې امن غواړو٬مونږ د كشمير پشمول د ټولو مسئلو د خبرو اترو د لارې هوارې غواړو۔وزيراعظم ووئيل كه د هغوي خوښي دا وي چې غريبۍ ختمولو له زمونږ سيالي وكړې شي٬كه د هغوي خوښه دا وي چې بې روزګارۍ ختمولو له زمونږ مقابله وشي او كه د هغوي خواهش داوي چې د اولسي ښېګړې پروژو او څوكالۍ له زمونږ مقابله وشي نو دا كار د وينو٬چاودېدونكو توكو سره د لوبو د لارې نه شي تر سره كېدې۔ده ووئيل د پاكستان پھ نړۍ كښې تر ټولو زيات د ترههګرۍ ښكار هېواد دے٬زمونږ اولس وسله وال ځواكونه٬امنيتي ايجنسۍ او زموڼږ پوليس او تر دې چې زمونږ بې ګناه ماشومان هم د ترهه ګرۍ ښكار شوي٬د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره مونږ امن له جنګ پېل كړی كوم چې تر ننه روان دے۔وزيراعظم ووئيل مونږ د هر ډول ترهه ګرۍ په ضد يو٬مونږ به په ښه ډول خپل مشن روان ساتو۔ده ووئيل دوه ورځې وړاندې د دې پارلمان نمائندګي كوونكو سياسي نمائندګانو مشرانو يوه مهمه غونډه شوې۔زه ډېره مننه كوم چې زما په بلنه د ټولو ګوندونو مشرانو پھ كنفرنس كښې ګډون كړې٬دا د قامي يو والي او د سياسي قيادت د اتحاد څرګندونه وه۔ده ووئيل زه باور لرم چې د دې پارلمان د لارې به ټولې نړۍ ته هم دغه پیغام لاړ شي۔د دې غونډې مقصد هم دغه دے چې د كشمير مسئلې او د هند رويې ته پام لرنه كولو سره ټولو اړخونو جاج واخستلې شي۔ ده ووئېل د حكومت لارښودنه دې وكړې شي او داسې تجاويز دې راوړاندې كړی شي كوم چې په قامي پالېسۍ كښې شامل كړې شي۔ده ووئيل زه هيله لرم چې دا غونډه به د حكومت لارښودنې له مهم كردار ترسره كړي۔