اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشید وئيلي دي د پارلمان شريكې غونډې څخه بائيكاټ د عمران خان ذهني ناروغتيا په ګوته كوي٬ ھغه د جمهوري ادارو د لارې اولسي جذبات وړاندې كولو په ځائ سازشونه كوي ۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د پارلمان شريكه غونډه د مقبوضه كشمير اولس سره د يوالي څرګندونه …
د پارلمان شريكې غونډې څخه بائيكاټ د عمران خان ذهني ناروغتيا په ګوته كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشید وئيلي دي د پارلمان شريكې غونډې څخه بائيكاټ د عمران خان ذهني ناروغتيا په ګوته كوي٬ ھغه د جمهوري ادارو د لارې اولسي جذبات وړاندې كولو په ځائ سازشونه كوي ۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د پارلمان شريكه غونډه د مقبوضه كشمير اولس سره د يوالي څرګندونه او د هندي جنګي جنون هڅې ناكامه كالو لپاره د ټاكلې شويو اولسي نمائندګانو رائے او وړاندېزونو ترلاسه كولو له رابللې شوې ده ۔ده ووئيل د عمران خان رویې نه معلومېږي چې ھغه د قامي چارو اهميت نه خبر نه دے۔ وفاقي وزير پروېز رشيد ووئيل كله چې د قام استازې په سنجيده مسئلو راغونډېږي نو عمران خان په سېل سپاټو پسې ګرځي٬ ده ووئېل عمران خان دې خپله سياسي مرورتيا او سياسي مفادات د كشمير كشالې نه جلا وساتي۔










