اسلام آباد 04 اکتوبر(اے پي پي)د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وئيلي دي هند چې د پټهان كوټ په معامله كومې فون لمبرې راكړې وې د ھغې په رڼا كښې په ګوجرنواله كښې مقدمې درج كړې شوې‘ د حكومت لخوا جوړه كړې شوې شريكه پلټنيزه ډله د معاملې پلټنې كوي٬ ډلې د هند دوره هم كړې خو تر اوسه د ډلې لخوا حكومت ته كوم راپور نه دې …
هند چې د پټهان كوټ په معامله كومې فون شمېرې راكړې وې د ھغې تر مخه مقدمې درج كړې شوې

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اکتوبر(اے پي پي)د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وئيلي دي هند چې د پټهان كوټ په معامله كومې فون لمبرې راكړې وې د ھغې په رڼا كښې په ګوجرنواله كښې مقدمې درج كړې شوې‘ د حكومت لخوا جوړه كړې شوې شريكه پلټنيزه ډله د معاملې پلټنې كوي٬ ډلې د هند دوره هم كړې خو تر اوسه د ډلې لخوا حكومت ته كوم راپور نه دې ترلاسه شوې ۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور فرحت اللہ بابر په پوښتنه ده ووئيل هند چې د پټهان كوټ په معامله كومې فون لمبرې راكړې وې د ھغې په رڼا كښې په ګوجرنواله كښې مقدمې درج شوې‘ د حكومت لخوا جوړه كړې شوې شريكه پلټنيزه ډله د معاملې پلټنې كوي٬ ده ووئېل ډلې د هند دوره هم كړې٬ دا حساسه معامله ده اړوندو استخبارتي ادارو ډلې حكومت ته تر اوسه كوم راپور نه دې وړاندې كړې ۔ د سېنېټ چیئرمېن فرحت اللہ بابر ته ووئيل په دې معامله د پام ګرځونې نوټس راوړې ۔ د حكومتي ډلې مشر سناتور راجه ظفر الحق ووئيل په يو تورن اېف آئي آر درج كړې شوې د كوم په ضد چې اوس د هند د شواهدو جاج اخستل دي چې تورونه سم دي يا نه










