اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی) قامي اسمبلۍ د اقليتونو سره تعلق لرونكو مېرمنو په زوره د مذهب بدلولو او د واده په اړه قرارداد منظور كړې دې ۔د نهې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ غونډھ كښې لال چند ملهي قرارداد وړاندې كړو چې حكومت دې د اقليتونو سره تعلق لرونكو مېرمنو په زوره د مذهب بدلولو او واده كولو مخ نيوي له ګامونه پورته كړي۔لال چند منهي ووئيل …
قامي اسمبلۍ د اقليتې مېرمنو په زوره مذهب بدلولو او د واده په اړه قرارداد منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی) قامي اسمبلۍ د اقليتونو سره تعلق لرونكو مېرمنو په زوره د مذهب بدلولو او د واده په اړه قرارداد منظور كړې دې ۔د نهې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ غونډھ كښې لال چند ملهي قرارداد وړاندې كړو چې حكومت دې د اقليتونو سره تعلق لرونكو مېرمنو په زوره د مذهب بدلولو او واده كولو مخ نيوي له ګامونه پورته كړي۔لال چند منهي ووئيل پاكستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ(ن)په خپل انتخابي منشور كښې لوظ كړې ؤ چې په دې به قانون سازي كولې شي خو داسې ونه وشوه۔دا قرارداد دې منظور كړې شي۔خواجه سهيل منصور ووئيل د غېر مسلمه پاكستانيانو دا ګيله سمه ده٬د ټولو مذهبونو د وګړيو حقونه دې خوندې كړې شي ٬پارلماني سېكتر خليل جارج ووئيل په دې حقله بل وړاندې كړی شوې د قرارداد ضرورت نشته۔لال چند منهي ووئيل قرارداد د حكومت په ضد نه دے بايد دا منظور كړې شي۔ډاكټر عذرا افضل ووئيل د قرارداد په منظورولو كښې به هېڅ مسئله نه وه٬د غېر مسلمه پاكستانيانو سره د زياتي بايد ازاله وشي۔جمشيد احمد دستي ووئيل تبليغ د مسلمانانو حق دے٬فاضل غړي دې ثبوت وركړي او سياسي پوائنټ سكورنګ دې ونه كړی شي۔جارج ووئيل مونږ د دې مخالفت نه كوو د٬ا دې كمېټۍ ته وسپارلې شي۔وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل وفاقي حكومت په دې قانون جوړول غواړي٬مونږ د قرارداد په منظورلو هېڅ اعتراض نه لرو٬شېراكبر خان ووئيل قرارداد دې منظور كړې شي۔ دغسې دوهم سپيكر قرارداد ايوان ته منظورۍ له وړاندې كړو كوم چې منظور كړی شو










