صوبائي حكومت ادارې نظر انداز كوي او سياسي لمبرې جوړوي

پیښور 04 اکتوبر (اے پی پی)د عوامي نېشنل ګوند صوبائي عمومي سېكتر سردار حسېن بابك د صوبائي حكومت د اړخه د عبدالولي خان پوهنتون د زمكې نه 70 كناله زمكې بېرته په اخستو د افسوس څرګندونې سره وئېلي دي صوبائي حكومت د ادارو حاجت او اهميت نظرانداز كوي او سياسي لبمرې جوړوي ۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل صوبائي حكومتي مشران د باچا خان مېډيكل كالج د زمكې څخه 300 كناله بېرته اخلې او دغسې د تعليمي ادارو په اثاثو او اختياراتو قبضه كول غواړي