د ايران او سعودي عربستان د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه كښې د شاملېدو خواهش يو ښه ګام دے

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د ايران او سعودي عربستان د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه كښې د شاملېدو خواهش يو ښه ګام دے٬پاكستان به د هغوي د شموليت هركلے كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده اے پي پي سره د خبرو په مهال وكړه۔ده ووئيل دواړه وروڼه اسلامي هېوادونه د سي پیك برخه جوړېدل غواړي٬مونږ د هغوي هركلے كوو۔ده ووئيل پاكستان په لويو قامي پروژو كښې د كوم بل ملګري هېواد د شموليت خواهش هركلے كوي۔ده ووئيل سي پېك يو ټرانس ريجنل پروژه ده٬دې سره به د سيمې وګړو ته ګټھ وشي او د بلوچستان او خېبرپښتونخوا سره به د سيمې رابطې زياتې شي۔ده ووئيل دا پنځلس كلنه پروژه ده٬دا به په 2030 كښې بشپړېږي۔د سي پېك لوېديز روټ په حقله ده ووئيل چې په لوېديز روټ كار تندۍ سره روان دې كوم به چې تر 2016 بشپړ شي۔وفاقي وزير د حكومت د دې عزم يو ځل بيا پخلې وكړو چې په لوېديز روټ به سړكونو ته زياته پام لرنه كولې شي۔(ص ف/وس/2040)