
اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې لوبې دې د سياست ښكار نه كړې شي٬په دې لړ كښې كه منفي قوتونه د خپل خراب طرز عمل سره د نړۍ امن لپاره خطر جوړېږي نو اولس دې د خپل طاقت سره هغوي په سمه لار روالي۔ده دا خبره د اسلام آباد كلب د سيوري لاندې پريزېډنټ ګولډ ګالف چېمپئن شپ اختتامي دستورې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل د اقتصادي او سياسي چارو پشمول د ژوند په نورو څانګو كښې هغه قامونه نامه پېدا كوي كوم چې د لوبو په مېدان كښې خپل بېرغ هسك كوي۔ده ووئيل لوبې نه يواځې د قامونو په ژوند كښې په داخلي كچه بدلون راولي بلكې امن او استحكام كښې هم مهم كردار لري٬د لوبو د لارې د نړۍ د اولس ترمينځه د ملګرتيا اړيكو ته وده ترلاسه كېږي۔اولس مشر ووئيل د پاكستان لوبغاړو د لوبو په مېدان كښې د پاكستان نامه روښانه كړې خو د څه مودې راهيسې د دې څانګې ښه نتيجې نه ترلاسه كېږي۔ده ووئيل كه مونږ په دې څانګه كښې بريالي شو نو نه به يوازې د پاكستان بېرغ هسك شي بلكې د ځوانانو مايوسي به هم ختمه شي او شدت خوښۍ به هم ختمه شي۔اولس مشر د ګالف ودې لپاره اسلام آباد كلب هڅې وستائېلې۔په دې موقع اولس مشر ګولډ مېډل او نور انعامونه ترلاسه كونكو له مباركي وركړه۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې سباؤن كښې به زمونږ لوبغاړي د كاميابو يو نوې رېكارډ جوړ كړي