2018 كښې به مسلم ليګ(ن)اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي۔اقبال ظفر جهګړا

پینډۍ 02 اكتوبر (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا وئېلي دي چې د يوت ونګ ځوانان د مسلم ليګ(ن)اثاثه ده او زمونږ قيادت د يوت ونګ ځوانانو خېرښېګړې له د كار كولو جذبه لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د مسلم ليګ(ن)يوت ونګ ضلعي عمومي سېكتر جاسم كنول راهي سره د ملاقات په مهال وكړه۔ده ووئيل يوت ونګ د وزيراعظم محمد نواز شريف سپاهان دي او د هغه په يو غږ خپل ځانونه هم قربانوي۔ده ووئيل پي ټي آئي اولس له آسانيو وركولو كښې ناكامه شوې۔د دهرنو سياست ځوانان مايوسه كړي اوس وګړي د هغه څخه تنګ شوي۔2018 كښې به مسلم ليګ(ن)اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي۔ده ووئيل د تحريك انصاف قيادت دې په وګړو رحم وكړي او د دهرنو او لاريونونو سياست څخه دې ډډه وكړي