اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر منیجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے ) هيواد كښې د قدرتی آفتونو په مهال ماشومانو ته پېښو خطرو کمولو لپاره كوټلې پروګړام جوړ كړے چې پكښې د احتیاط په اصولو عمل کولو سره د آفتونو په مهال د ماشومانو ستونزې كميدو سره د هغوي د حفاظت باورې کولو لپاره اقدامات شامل دي۔ د این ډی اېم اے چارواكو له مخې په …
این ډی اېم اے د قدرتی آفتونو په مهال ماشومانو ته پېښو خطرو کمولو لپاره كوټلې پروګړام جوړ كړے

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر منیجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے ) هيواد كښې د قدرتی آفتونو په مهال ماشومانو ته پېښو خطرو کمولو لپاره كوټلې پروګړام جوړ كړے چې پكښې د احتیاط په اصولو عمل کولو سره د آفتونو په مهال د ماشومانو ستونزې كميدو سره د هغوي د حفاظت باورې کولو لپاره اقدامات شامل دي۔ د این ډی اېم اے چارواكو له مخې په دې پروګرام كښې د مرستندويه ادارو په مرسته د هر ډول آفتونو او بيړې صورت حال په مهال تعلیمی ادارو ته تلونكو ماشومانو حفاظت باورې كولو سره غير د تعطله د هغوي تعلیمی هلې ځلې روانې ساتل او موسمی بدلون مخنيوي له د ماشومانو د صلاحیت د كار دائرہ زياتول او هغوي كښې خبرتيا پیدا کول هم شامل دي۔ د چارواكو له مخې د منصوبه سازۍ ترمخه په قامی كچه ګڼ دستاویزات مرتب کړې شوي چې مقصد ئې تحقیق او تعمیر ، ادارې مستحکمول ، د صلاحیت د كار دائرہ پراخه كول ، د خبرتيا عمل مخ پھ وړاندې بوتلل شامل دي ٬ په دې لړ كښې د سکولونو په كچه د ماشومانو حفاظت له په قامی كچه د مشاورت نه پس خپل كړې شوي اصول به د جنوری 2017 څخه ټول هيواد كښې لاګو کولې شي










