د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د چین خارجه وزير وانګ ژی له د عوامی جمهوریه چین 67مې سالګرې په موقع مبارکي وركړه

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پی پی) د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د چین خارجه وزير وانګ ژی له د عوامی جمهوریه چین 67مې سالګرې په موقع مبارکي وركړې۔ د چین د خارجه وزير په نامه د مباركۍ په خپل پيغام كښې سرتاج عزیز ووئيل پاکستان او چین خپلو كښې د ورورولۍ او ګاونډيتوب ښه اړيكې لري۔ د پاکستان او چین ترمينځه ټولو څانګو كښې زياته شوې مرسته دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو له په يو بل د باور څرګندونه ده۔ سرتاج عزیز د پاك۔چین اړيكو استحکام له د چین د خارجه وزير ذاتی خوښي او هڅې هم وستائلې او د دې باور څرګندونه ئې وكړه چې د دواړه هيوادونو د اولس پرمختګ او سوكالۍ له به كردار ترسره كولې شي۔ ده پھ دې مهال د چین د اولس پرمختګ او سوكالۍ له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه