اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچكزئي وئېلي دي قبائېلې سيمې نړيوال او قامي اهميت لري٬دا مسئله په اوسنيو حالاتو كښې پورته كول سمه نه ده٬ د فاټا د اولس د خوښې نه غېر به كوم حل د قبلولو نه وي۔د جمعې په ورځ قامي اسبملۍ كښې د فاټا په اصلاحات بحث كښې ده ووئيل قبائېلي سيمې قامي او نړيوال اهميت لري۔په دې حالات كښې په دغې بحث كول نه وو پكار٬مونږ ټولو د هېواد د ګټې سوګند پورته كړې۔ ده ووئېل مولانا فضل الرحمان چې تېره ورځ څه وئيلي زه د هغې بشپړ تائيد كوم٬تر ټولو لويې تور د غدارۍ دے٬ ده ووئېل تاريخ ګواه دے چې د فاټا سيمې انګريزانو د پښتنو څخه اخستي۔ده د بېلو تاريخي كتابونو حوالې وركولو سره د فاټا تاريخي حېثيت بيان كړو۔ده ووئيل پخوا هم د فاټا ځينې سيمې پھ آزادو رياستونو مشتمل وې او پھ هغي د چا كنټرول نه وو۔ده ووئيل پښتانه نه ترهه ګر دي او نه فرقه پرست۔پښتانه هېواد سره مينه لرونكي دي٬ ده ووئېل د فاټا د سباؤن پريكړه بايد د فاټا اولس په خوښه وكړې شي