كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره مولانا فضل الرحمان٬آفتاب شېرپاؤ٬غلام احمد بلور٬صاحبزاده طارق الله٬شاجي ګل آفريدي او عثمان كاكړ وليدل

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره سياسي لارښودو مولانا فضل الرحمان٬آفتاب شېرپاؤ٬غلام احمد بلور٬صاحبزاده طارق الله٬شاجي ګل آفريدي او عثمان كاكړ د زيارت په ورځ وليدل۔د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي صورتحال د پاك افغان اړيكو په حقله خبرې اترې وشوې۔د ملاقات په مهال د بلاك شويو شناختي كارډونو په حقله په پالېسۍ هم غور وشو