اولس مشر ممنون حسېن د هند د اړخه په لائن آف كنټرول د ډزو سخته غندنه وكړه

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن د هند د اړخه په لائن آف كنټرول د ډزو سخته غندنه كولو سره وئېلي دي هند دې جنګي جنون له په هوا وركولو د سيمې امن ته زيان نه رسوي٬د هېواد دفاع له وسله وال ځواكونه او اولس پھ بشپړ ډول يو موټې او چمتو دي٬مقبوضه كشمير كښې هند په خپل ظلم او تشدد پرده اچولو لپاره دا ډول ډنډورې كوي۔د زيارت په ورځ د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې اولس مشر وئېلي دي پاكستان په نړيواله كچه د كشمير مسئله په بشپړ ډول پورته كړې چې له امله يې هند ډنډورې كوي او د هند په مقبوضه كشمير كښې اصل مخ رامخې ته شوې٬اولس مشر ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف ملګرو ملتونو اسمبلۍ ته خطاب او د دورې په مهال د كاميابه سفارتكارۍ په سوب په نړيواله توګه د پاكستان مثبت رد عمل رامخې ته شوې ۔ده ووئيل هند اوس دا ډول ډنډورې كولو سره د نړيوالې ورورولۍ پام بل خوا ګرځول غواړي چې پكښې به هغوي چرې هم بريالي نه شي۔اولس مشر ووئيل پاكستان سيمه كښې امن غواړي او د كوم هم هېواد سره ټكر نه غواړي كه جارحيت وشو نو ځواب به يې وركولې شي٬ ده ووئېل زمونږ ځواكونه د هر ډول جارحيت ځواب وركولو صلاحيت لري۔اولس مشر ووئيل نړيواله ورورولي دې په لائن آف كنټرول د هند د اړخه د ډزو نوټس واخلي او سيمه كښې امن له دې كردار ولوبوي۔ده په دې خبره زور راوړو بايد نړيواله ورورولي د كشمير مسئله د كشميريانو د هيلو ترمخه هوارولو له كردار ترسره كړي