
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه وئيلي دي مونږ تل د پارلمان احترام كړے او هم دغه د جمهوريت تقاضه ده٬ كه پارلمان كښې مسئلې نه هوارېږي نو وګړي په سړكونو احتجاج كوي٬حكومت د اړخه كروندګرو له وركړی شوې 3 اربه روپو په پیكج عمل نه دې شوې٬د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ا عتراض پھ نكته ده ووئيل تېره ورځ دا اعتراض وو چې د مخالفې ډلې مشر مهم بحث پرېښودې او لاهور ته تللې۔ده ووئيل د مخالفې ډلې مشر پھ حېث ما ايوان ته تر ټولو زيات وخت وركړی۔ده ووئيل مونږ تل د پارلمان احترام كړې او هم دغه د جمهوريت تقاضه ده۔ده ووئيل كه مسئلې په پارلمان كښې نه حل كېږي نو وګړي په سړكونو احتجاج كوي۔ده ووئيل حكومت كروندګرو له د درې اربه روپو پېكج وركړې په هغې عمل نه دې شوې۔ خورشيد شاه ووئېل كروندګر د احتجاج په مهال په لاهور كښې نيولې شوي٬زمونږ د لارو بندولو هېڅ جواز نه جوړېدو٬زمونږ د احتجاج نه پس حكومت د كروندګرو سره خبرو اترو كولو ته راضي شوې كوم چې يو ښه ګام دے۔ده ووئيل ملګرو ملتونو كښې وزيراعظم چې كوم خطاب كړی د هغې په حقله ايوان اعتماد كښې اخستو ته اړتيا ده۔ده ووئيل مونږ غواړو چې نظام او جمهوريت روان پاتې شي۔د نړۍ د فشار باوجود مونږ د توان حاجت پوره كولو له ايران سره لوظ نام كړې۔مونږ په خپل دور كښې د چين سره د ګوادر لوظ نامه كړی۔ ده ووئيل په كال 2012 كښې د زرمبادله پنګې 29 اربه ډالره وې٬د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې مونږ په خپل حكومت كښې 5 ځله زياتوالې كړی كوم چې 127 فيصده جوړېږي۔ ده ووئېل د اېن اېف سي ايوارډ مسئله ختمه شوې٬د مخالفې ډلې مشر ووئېل مونږ په خپل حكومت كښې د ترهه ګرۍ مقابله كړې٬مونږ څوك بې روزګاره كړې نه دي۔ده ووئيل مونږ يو لك پنځه زره ليډي هېلت وركرز مستقل كړي دي