
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي هند خپل اولس او مېډيا مطمئنه كولو له د يوې منصوبې ترمخه پھ لائن آف كنټرول ډزې كړی دي۔مېډيا ته جاري شوي وډيو بيان كښې ده ووئيل هند د يو سازش ترمخه د شپې په لائن آف كنټرول 5 سېكټرو ډزې كړې چې په نتيجه كښې يې دوه عسكر شهيدان او 9 ژوبل شوي دي ۔د دفاع وفاقي وزير ووئيل پاك پوځ د هندي عسكرو د ډزو ځواب وركړی۔ده ووئيل تراوسه د هند د اړخه د مرګونو اندازه نه ده لګولې شوې۔هند تېرو څو ورځو راهسې خپل اولس او مېډيا مطمئنه كولو له د كاروائۍ خبرې كوي۔دې لپاره هند يو سازش او منصوبې ترمخه په پوله ډزې كړي۔ده ووئيل كه هند په لائن آف كنټرول بيا د ډزبندۍ خلاف ورزي وكړه نو بشپړ ځواب به وركولې شي۔