د پاكستان هوائې ځواك د پاكستان په ضد د سرجيكل اسټريك هندي ادعا رد كړه٬د كوم هم بهرني جارحيت ځواب وركولو لپاره چمتو ولاړ يو۔بيان

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان هوائې ځواك د پاكستان په ضد د سرجيكل اسټريك هندي ادعا رد كولو سره بې بنسټھ ګرځولې ده ۔د زيارت په ورځ په دې اړه د پي اے اېف لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلې شوې هوائې ځواك هر وخت د كوم هم بهرني جارحيت ځواب وركولو لپاره چمتو ولاړ دے۔د هېواد فضائيې پولو به په هر ډول ساتنه كولې شي او چا ته به هم په ناوړه سترګه د كتلو اجازه ورنه كړی شي۔