بايد د دهرنو او احتجاج له امله د هېواد پرمختګ ونه ځپلې شي٬هېواد زمونږ د ټولو دے او مونږ ټولو له به په ګډه خپل هېواد مخ په وړاندې بوتلل وي

APP56-28 ISLAMABAD: September 28 - Finance Minister Senator Mohammad Ishaq Dar addressing the Seminar on OECD Convention Tax Matters. APP

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق وئېلي دي هېواد ته د ميثاق معيشت حاجت دے٬معيشت دې د سياست څخه جلا كړې شي بايد د دهرنو او احتجاج له امله د هېواد پرمختګ ونه ځپلې شي٬هېواد زمونږ د ټولو دے او مونږ ټولو له به په ګډه خپل هېواد مخ په وړاندې بوتلل وي٬ټېكس چارو په اړه د شريك انتظاميې معاونت په ګڼ اړخيزه كنونشن كښې ګډون كول يو لويې ګام دے٬د ټېكس غلا او مني لانډرنګ مخ نيوي هڅو په لړ كښې سوئيټرز لينډ سره په دوه اړخيزه لوظ نامه هم پېشرفت كېږي۔ده د شورو په ورځ فېډرل بورډ آف ريونيو د سيوري لاندې يو سېمينار ته خطاب كولو۔د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان ٬د اېف بي آر چيئرمېن نثار محمد خان٬د سټېټ بانك آف پاكستان هارون رشيد او د پاكستان ټېكس بار اېسوسي اېشن صدر محسن نديم هم سېمينار ته خطاب وكړو۔په دې موقع د اېف بي آر چارواكو٬د بزنس كميونټي نمائندګانو او نورو شراكتدارو هم ګډون وكړو۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان او اي سي ډي سره د ټېكس په چارو كښې شريك انتظامي معاونت او د ګڼ اړخيزه كنونشن بشپړ غړې جوړ شوې چې په نتيجه كښې به يې مونږ د دې كنونشن د غړيو هېوادونو څخه د بهر هېوادونو اثاثو او روپو منتقل كولو په اړه د خودكاره نظام ترمخه په سمدستي توګه معلومات ترلاسه كولې شوو۔ده ووئيل د سوئټرز لينډ سره دوه اړخيزه لوظ نامې په مقابل كښې ګڼ اړخيزه كنونشن زيات ښه دے او بيا هم مونږ دوه اړخيزه لوظ نامه پرېښودلې نه ده۔ ده ووئېبل په دې لړ كښې پېشرفت روان دے۔اسحاق ډار ووئيل او اي سي ډي يو قوي اداره ده او دا د ټېكس غلا په اړه د معلوماتو ترلاسه كولو صلاحيت لري۔ده ووئيل پاكستان د بډو اخستلو مخ نيوي كنونشن د غړي جوړېدو خوښي لري٬مونږ د هېواد څخه د بډو اخسته ختمول غواړو٬ وفاقي وزير ووئېل پاكستان به يو څوكاله كښې خپلواكه هېواد جوړولې شي٬دې مقصد لپاره مونږ دا لارې خپلې كړي۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې هېواد مخ په وړاندې روان دے٬د دې نه وړاندې د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر په خپله وېنا كښې ووئېل د پاكستان ګڼ اړخيزه كنونشن كښې شموليت لويه كاميابي ده۔دې لپاره د خزانې وزير اسحاق ډار او د اېف بي آر هڅې د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل مونږ يو داسې دور ته داخل شوي يو چرته چې د ټېكس غلا او اثاثې پټول آسان نه دي۔د اېف بي آر چيئرمېن نثار محمد خان ووئيل او اي سي ډي په ګڼ اړخيزه كنونشن كښې د پاكستان شموليت د ټېكسېشن په تاريخ كښې مهم پېشرفت دے۔په دې لړ كښې پاكستان د پائېلټ پراجېكټ په توګه اقدامات پېل كړي۔ده ووئيل په ګڼ اړخيزه كنونشن د عملدرآمد په لړ كښې به د ا و اي سي ډي چارواكي جنوري 2017 كښې پاكستان ته راځي ۔