اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن آذربائيجان دورې په مهال دوهم وزيراعظم يعقوب ايوبف٬خارجه وزير المار مامېډيا او او د نېشنل ډيفنس وزير فيكري اسكي سره جلا جلا ملاقاتونه كړي دي ۔وياند له مخې د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن اے ډي اي ايكس 2016 كښې ګډون لپاره د آذربائجان په دوره تللے۔هغه په دې مهال د آذربائيجان اعلٰی حكومتي چارواكو سره ملاقاتونه كړي او هغوي سره يې دفاعي مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔رانا تنوير حسېن آذربائيجان ته د سپر مشتاق الوتكو او د جے اېف 17 اخستلو وړاندېز كړې۔د آذربائيجان اولس مشر هم دفاعي نندارتون كښې د پاكستان دفاعي سټال څارنه وكړه چرته چې هغه ته د جے اېف 17 په حقله بريفنګ وركړې شو۔د آذربائيجان اولس مشر جے اېف 17 ترلاسه كولو كښې خوښي ولرله