د پاكستان يوازې كولو هندۍ خوښي به كله هم تر سره نشي

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د پاكستان يوازې كولو هندۍ خوښي به كله هم تر سره نه شي٬د كشمير په معامله د پارلمان شريكې غونډې رابللو چمتو والې نيسوو٬د افغانستان لپاره 50 كاله برباد كړې پاكستان تل د امن خبره كړې۔ده د شورو په ورځ پارلمان كښې مېډيا سره خبرې كولې۔خواجه محمد آصف ووئيل د هند وزيراعظم نريندرمودي دې خپل ګريوان ته سر ښكته كړي چې هغه پاكستان يوازې كولو خو نن نړۍ كښې هند پخپله يوازې شوې۔د پاكستان يوازې كولو د هند خوب به چرې هم رښتيا نشي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د افغانستان ملګرتيا كړې او 50 كاله يې افغانستان لپاره برباد كړي۔ ده ووئېل د نائن اليون نه پس د ترهه ګرۍ جنګ د افغانستان نه زمونږ كور ته راغلې٬زمونږ كلتور تباه شوے ٬زمونږ معيشت ته زيان رسېدلې۔ده ووئيل امن لپاره تل پاكستان د ټولو نه وړاندې هڅې كړي٬مونږ تل امن ته وده وركړې٬مونږ د امن لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې مونږ به چرې هم خپل عزت او احترام ته زيان ونه رسوو۔ د سارك غونډې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پھ دې اړه تګلاره به په خپل وخت جوړولې شي