زمونږ صلاحيت لرونكي ځوانان د روښانه٬څوكاله او محفوظ پاكستان ضامن دي

APP48-28 RAWALPINDI: September 28 – Chief of Army Staff General Raheel Sharif in a group photograph with students of Army Public Schools and College System (APSACS) who distinguished themselves in SSC and HSSC Exams of Federal Board. APP

پېنډۍ 28 ستمبر (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف وئېلي دي د پاكستان سباؤن په خوندي لاسو كښې دے٬زمونږ صلاحيت لرونكي ځوانان د روښانه٬څوكاله او محفوظ پاكستان حقيقي ضامن دي۔ده د شورو په ورځ د آرمي پبلك سكول اينډ كالجز مېټرك او انټر مېډېټ امتحانونو كښې ښه پوزشين اخستونكو زده كونكو له د ايكسيلينس ايوارډ وركولو دستورې ته خطاب كولو۔د آئي اېس پي آر له مخې د اے پي اېس زده كوونكو د فېډرل بورډ د سيوري لاندې مېټرك او انټرمېډيټ امتحانونو كښې ښه پوزيشن ترلاسه كوونكو زده كونكو لپاره جي اېچ كيو كښې خاص دستوره وشوه چې پكښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف ښه پوزيشن ترلاسه كوونكو زده كوونكو٬استاذانو او مور پلار له مباركي وركړه او زده كوونكو له يې ايكسيلينس ايوارډ وركړه۔سرلښكر جنرال راحيل شريف دستورې ته په خپل خطاب كښې ووئيل هېواد كښې اے پي اېس ايجوكېشن نېټ ورك يو ښه تعليمي اداره جوړه شوې٬ 183 تعليمي ادارو كښې 2 لكه څخه زيات زده كوونكي زده كړې ترلاسه كوي۔ده ووئيل پھ دې كښې هېڅ شك نشته٬د پاكستان نوې نسل په ښه جذبه د هېواد تعمير او پرمختګ كښې برخه واخلي۔ده زور راوړو چې تعليمي ادارو كښې زده كوونكو له د نصابي هلو ځلو نه ځانله د زده كوونكو كردار جوړولو له هم اقدامات وكړې شي۔