اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئېلي دي د 1991 نه تر 2015 د 98 صنعتي يونټو نجكاري شوې ده ۔د شورو په ورځ د سناتور تاج حېدر او سناتور شاهي سيد د پوښتنو په ځواب ده ووئيل د كومو صنعتي يونټو چې نجكاري شوې په هغې كښې 7 آټو موبائلز٬ 15 د سيمټو٬ 13 د كيميكلز٬ 7 د انجينئرنګ٬ 6 د فرټلائزرز٬ 23 د غوړو٬ 8 د وريژو٬ 5 د پومبې پلانټس او 8 ټېكسټائل يونټس شامل دي۔ده ووئيل دا وخت د نجكارۍ پالېسي بدله شوې او د دولتې او د شخصي شراكت ډاډګيرنه كېږي۔ده ووئيل د پي ټي سي اېل پشمول د بېلو ادارو په نجكارۍ كښې ستونزې رامخې ته شوي خو د زياتره ادارو نجكاري كاميابه وه