د خزانې وزير اسحاق ډار به د نړيوال بانك او نړيوال مالياتي فنډ كلنې غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی) د خزانې وزير اسحاق ډار به د 7 نه تر 9 اكتوبر په واشنګټن كښې د كېدونكې نړيوال بانك او نړيوال مالياتي فنډ كلنې غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔په دې موقع به د خزانې وزير اسحاق ډار د نړيوال بانك او مالياتي فنډ كاميابيو٬نړيوال معاشي چاپېرچل٬د پاكستان معيشت٬د غريبۍ ختمولو او د ډيزاسټر رسك منيجمنټ په اهميت رڼا اچوي۔دې به نړيوالې ادارې پاكستان كښې د غريبۍ ختمولو لپاره د نوې پېمانې خپلولو په نه هم خبروي