اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په اصلاحاتو بحث كښې د فاټا غړيو د كمېټۍ د اړخه په وركړې شوو وړاندېزونو د بشپړ باور څرګندونې سره وئېلي دي قبائل تر ټولو زيات پاكستانيان دي٬بايد هغوي له د 2018 په ټاكنو كښې صوبائي اسمبلۍ كښې د خپلو استازو د ټاكنې اجازه وركړې شي۔د فاټا په ډوېلپمنټ پروګرام په 5 كاله كښې عملدرآمد دې باوري كړې شي۔د وزيراعظم محمد نواز شريف د اړخه د فاټا اصلاحاتو پھ كمېتۍ جوړولو اولس د هغه مننه كوي٬كمېټۍ د آئين ترمخه د جرګو او د ټولو طبقو څخه رائې اخستو نه پس خپل سفارشات مرتب كړي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په اصلاحاتو بحث كښې د مسلم ليګ(ن)غړي شهاب الدين خان ووئيل د فاټا اصلاحاتو كمېټۍ فاټا ته د تللو نه پس د ډلو څخه په رايو اخستو د هغوي مننه كوو۔كمېټۍ د ټولو طبقو نكته نظر اورېدلې او د هغوي راپور په حقيقت اډانه دے۔ ده ووئېل اېف سي آر پاټا لپاره نه ؤ ٬قبائېلو تل د پاكستان ملګرتيا كړی۔د كے پي كے ريفرنډم نه پس د فاټا وګړي 1947 كښې تر ټولو وړاندې پاكستان كښې شامل شوي وو بايد هغوي ته تر ټولو وړاندې مراعات او اصلاحات وركړی شوي وو۔ده ووئيل تر ټولو وړاندې فاټا دې په صوبه كښې ضم كړې شي دغسې چې هلته بلدياتي ټاكنې او په 2018 كښې ټول ټاكنې وكړې شي۔ده ووئيل د ټاكنو كميسون ته دې ووئيلې شي چې هلته حلقه بندۍ وكړي۔د فاټا چيف ايګزېكټيو او د پارلمان 18 غړو په موجودګۍ كښې د كوم ډائرېكټر حاجت نشته٬كه په دې راپور عملدرآمد ونه شو نو تاريخ به مونږ ونه بخښي۔ ده ووئېل د فاټا اصلاحاتو مخالفت كوونكي جرائم پېشه دي٬تر څو چې فاټا په صوبه كښې نه وي ضم شوې نو پھ دوه پولو به مونږ جنګ كوو۔حاجي بسم الله خان ووئيل د فاټا اصلاحاتو كمېټۍ سفارشات د ستائنې وړ دي۔كمېتۍ ټولو ايجنسو ته د تللو نه پس سفارشات مرتب كړي۔د فاټا اولس هېواد لپاره لويې قرباڼۍ وركړي۔ ده ووئېل زمونږ د فاټا وګړي د تنخا نه غېر پھ لوېديزه پوله د پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي٬مونږ پاكستان لپاره قربانۍ وركړي او سباؤن كښې به يې هم وركوو۔ناصر آفريدي ووئيل فاټا لپاره دا تاريخي ورځ ده٬د فاټا اولس ترهه ګر نه دے ٬په هغوي ترهه ګري مسلط كړی شوې٬ ده ووئېل د قبائېلي اولس د هيلو ترمخه دې قوانين جوړ كړی شي۔ډاكټر ګلاب جمال ووئيل دا ډېره مهمه چاره ده بايد په دې تفصيلي بحث وشي۔سپيكر ووئيل دا ډېر لويې كار كېږي په دې ټولو سياسي ګووندونو او پارلماني غړيو لويې كار كړے۔په دې به د زيارت په ورځ هم بحث كېږي۔د فاټا ټولو غړيو سره به خبره كوو او نور غړي به هم په دې خبره كوي۔ساجد طوري ووئيل قبائل تر ټولو زيات هېواد سره مينه لري٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې تراوسه 1 لك كسانو قربانۍ وركړي٬ ده ووئېل د 2000 نه پس د پولټيكل ايجنټ چوكۍ په كروړونو روپۍ خرڅېږي٬د فاټا اېم اېن ايز اېن او سي اخستو نه پس خپلو سيمو ته ځي۔د ضرب عضب عملياتو نه پس دلته رياستي عملداري قائم ده٬ ده ووئېل د فاټا لپاره بېلې كړی د پرمختيائي بجټ زياتې روپۍ د كمېشنو ښكار كيږي او د پرمختيائي پروژو معيار هم ښه نه دے