اسلام آباد 28 ستمبر(اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي پاكستان د روهنګيا مسلمانانو لپاره كردار ترسره كوي٬د روهنګيا په حقله او آئي سي خپل استازې لېږلې ؤ كوم به چې خپل راپور ډېر زر وړاندې كړې٬او آئي سي په اروپاﺀ كښې د اسلاموفوبيا په رجحان نظر لري۔اوس هلته د جمهوري حكومت په راتللو د ښه والي هيله لرو ۔د شورو ورځ قامي اسمبلۍ كښې …
پاكستان د روهنګيا مسلمانانو لپاره كردار ترسره كوي٬او آئي سي په اروپاﺀ كښې د اسلاموفوبيا په رجحان نظر لري

مزید خبریں
اسلام آباد 28 ستمبر(اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي پاكستان د روهنګيا مسلمانانو لپاره كردار ترسره كوي٬د روهنګيا په حقله او آئي سي خپل استازې لېږلې ؤ كوم به چې خپل راپور ډېر زر وړاندې كړې٬او آئي سي په اروپاﺀ كښې د اسلاموفوبيا په رجحان نظر لري۔اوس هلته د جمهوري حكومت په راتللو د ښه والي هيله لرو ۔د شورو ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د منزه حسن د پوښتنې په ځواب د خارجه چارو سلاحكار ووئيل اسلامي فوبيا ډېره زياته شوې څنګه چې د ترهه ګرۍ پېښې رامخې ته كېږي هغسې تورونه لګولې كېږي ځينې هېوادونو كښې د مسلمانانو سره امتيازې سلوك زيات شوے٬ ده ووئېل دا د ټولې اسلامي نړۍ مسله ده۔د او آئي سي په تېره غونډه كښې په دې يوه ناسته شوې وه چې د مذهب په نوم دې كومه كميونټي نه په نښه كيږي










