د ټاكنو كمپائن په مهال په ټاكلې شوو اولسي استازو٬وزيرانو او د ګوند په مشرانو يو اړخيزه بندېز سم نه دے۔د كورنيو چارو وزير

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي د الېكشن كمېسون د اړخه ټاكنو كمپائن په مهال په ټاكلې شوي اولسي استازو٬وزيرانو او د ګوند په مشرانو يو اړخيزه بندېز سم نه دے٬كه الېكشن كميسون د ضابطه اخلاق پھ خلاف وزرۍ كاروائي نه شي كولې نو د بندېز لګولو هېڅ حاجت نشته۔د جمعې په ورځ د خبري كنفرنس په مهال د …

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي د الېكشن كمېسون د اړخه ټاكنو كمپائن په مهال په ټاكلې شوي اولسي استازو٬وزيرانو او د ګوند په مشرانو يو اړخيزه بندېز سم نه دے٬كه الېكشن كميسون د ضابطه اخلاق پھ خلاف وزرۍ كاروائي نه شي كولې نو د بندېز لګولو هېڅ حاجت نشته۔د جمعې په ورځ د خبري كنفرنس په مهال د ټېكسلا ضمني ټاكنو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل زما پھ حلقه ټېكسلا كښې ضمني ټاكنې كېږي خو زما پھ دغه سيمه كښې په داخلېدو بندېز دے دغسې زما مخالف عمران خان څوك چې اېم اېن اے او د ګوند مشر هم دے په هغه هم بندېز لګولې شوې ؤ خو بيا هم هغه په خپله ټېكسلا ته لاړ او هلته يې اولسي غونډې ته خطاب وكړو

مزید خبریں