
اسلام آباد 23 ستمبر(اے پي پي)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د ايران څخه 74 مېګاواټ برېښنا اخستو٬ ارومچي كښې د حبيب بانك لمېټډ برانچ پرانستو او نړيوال كېپيټل ماركيټ كښې د سكوك بانډ جاري كولو منظوري وركړې ده ۔د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د جمعې پھ ورځ د خزانې وزير اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې د وزيراعظم پھ دفتر كښې وشوه٬ چې پكښې كمېټۍ د اوبو او برېښنا وزارت د اړخه نېشنل ټرانسمېشن او ډسپېچ كمپني لمېټډ ته د 1 جنوري 2016 څخه تر 31 دسمبر 2016 د ايران كمپنۍ تواونير سره د 74 مېګاواټ برېښڼا اخستو سره ټېرف كښې د پراختيا سمرۍ منظوري وركړې شوه۔د خزانې وزير د اړخه په ارومچي كښې د حبيب بانك لمېټډ برانچ پرانستو سمري هم منظور كړی شوه۔پھ غونډه كښې د اوبو او برېښنا وزارت هغه سمرۍ منظوري هم وركړی شوه په كومه كښې چې وئېلي شوي نېپرا ته دې د پالېسۍ احكامات جاري كړې شي۔اقتصادي رابطه كمېټۍ د سكوك بانډ په نړيوال كېپيټل ماركيټ كښې د جاري كولو هم د خزانې ډويژن ته اجازه وركړه۔د غونډې په مهال د مېكرو اقتصادي اشاريو جاج هم واخستې شو۔كمېټۍ ته ووئيل شول مالي كال 2015 كښې لارج سكيل مينوفيكچرنګ 3.2 فيصد زيات شوې دې ۔