
اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې علم د چا ميراث نه وي٬ مونږ ته به د نړۍ مقابله كولو لپاره د تعليم په څانګه كښې خود انحصاري پېدا كول وي او خپل معياري تعليم به جديد تقاضو سره هم آهنګ كول وي٬ د پاكستان سائنسدانان دې د سائنس نړيوالو ادارو سره په ګډه د علم په څانګه كښې داسې منصوبه بندي وكړي كومه چې زمونږ نسلونو لپاره ګټوره وي او زده كوونكې ترې استفاده كولو سره د انسانيت خېر ښېګړې لپاره ښه خدمات ترسره كړې شي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ د سپاركو او د سټرېټيجك پلانز ډويژن تر سيوري لاندې د دويم نړيواله خلائي كنفرنس پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د سټرېټېجك پلانز ډويژن ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرال مظهر جميل٬ د سپاركو چيئرمېن قېصر انېس خرم او د بهرنيو هېوادونو سره راغلي سائنسدانان هم په لويه شمېره موجود وو۔ اولس مشر د خلائي ساز او سامان په اړه د نندارتون پرانسته وكړه او پكښې ئې خوښي څرګنده كړه۔ اولس مشر ووئيل چې د پاكستان سائنسدانانو او انجينئرانو سره د محدودو وسيلو او ستونزو د خلائي علومو د څانګې په پرمختګ كښې د قدر وړ برخه اخيستې۔ اولس مشر په كنفرنس كښې د ګډون كوونكو مننه وكړه او د دې هيلې څرګندونه ئې وكړه چې پاكستان به په راتلونكې كښې هم داسې نړيوال خلائي كنفرنسونه جوړوي چې دغسې د په نړيواله كچه د خلائې مرستې لارې هوارې شي۔