د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د چورلكې په پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه

  اسلام آباد 10 جون (اے پی پی) د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د مظفرآباد سره نزدې د پاك پوځ ايم آئي -17 چورلكې په پېښه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې ده په پېښه كښې  شهيدو شوو افسرانو او ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي قومي خذمات وستائېل۔وفاقي وزير ووئيل  د …

 

اسلام آباد 10 جون (اے پی پی) د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د مظفرآباد سره نزدې د پاك پوځ ايم آئي -17 چورلكې په پېښه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې ده په پېښه كښې  شهيدو شوو افسرانو او ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي قومي خذمات وستائېل۔وفاقي وزير ووئيل  د شهيدانو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔ده د غم جنو كورنيو سره د غمرازۍ او يووالي څرګندونې كولو سره د هغوي زغم لپاره دعا وكړه۔انجينئر امير مقام دعا وكره چې لوي څښتن دې شهيدانو ته د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي